نیویارك 20 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خا??ان عباسي وئيلي دي پاکستان ته د س??دھ طاس لوظنامې شرطونو ??ه اړه هېڅ ابهام نشته۔ مونږ شريك مذاكراتي حل لټولو لپاره نړيوال بانك سره په ګډه كار كولو كښې خوښي لرو۔ وزيراعظم دا خبرې د نړيوال بانك سي اي او كرسټالينا جارجيوا سره خپلو خبرو كښې وكړې چا چې د شورو په ورځ ده سره ملاقات وكړو۔ سي اي او پاكستان سره په ګډه كار روان ساتلو له د عزم څرګندونه كولو سره د مېكرو اكنامك ??رېم ورك په استحكام كښې د پاكستان د پرمختګ ستائنه وكړه۔ ھغې ??اكستان كښې د نورو اصلاحاتو د ملاتړ دوام دار ساتلو له د خپل عزم څرګندونه هم وكړه۔ كرسټا لينا جارجيوا س??دھ طاس لوظنامې كښې د پاكستان د مثبت او تعميري كردار ستائنه كولو سره ووئيل چې نړيوال بانك اوس په لوظنامه كښې وړاندې تګ لپاره لاره لټوي۔ وزیراعظم شاهد خا??ان عباسي په تربېلا 4 ٬ 5 او داسو هائېډرو پاور كښې د نړيوال بانك د مرستې ستائنه كولو سره ديامر بهاشا بند لپاره هم د نړيوال بانك څخه مرسته وغوښتله كومه چې د پاكستان د اوبو ضرورت لپاره ډېره مهمه ده۔ دواړه اړخه رابطه او مرسته روانه ساتلو ته سلا شول۔