اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي)د دفاع وفاقي وزير انجینئر خرم دستګیر خان وئيلي دي د سيمه ايز تجارت وده او اقتصادي پرمختګ امن او استحکام سره تړلې۔ سي پېك څخه ټول ??ېو??دونه ګټه پورته كولې شي٬ هند د كشمير كشالې هواري لاره كښې خنډ دې او د كشميريانو د آزادۍ هلو ځلو ته ?? ترهه ګرۍ رنګ وركوي ٬ هند بلوچستان ٬ فاټا او ګلګت بلتستان كښې په ترهه ګرۍ كښې ككړ دې٬ د امريكې د پاكستان او افغانستان پحقله پاليسي يو شمېر ??ېو??دونه نه ده قبول كړې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د اسلام آباد پاليسي ريسرچ انسټي ټيوټ او هانس سيډل فاٶنډېشن تر سېوري لاندې “د سوئيلي آسيا بدلېدونكې امنيتي وضعې او چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ (سي پېك) كښې د پېشرفت” په سرخط د دوه ورځني قامي كنفرنس پائې دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل امريكې سوئيلي آسيا لپاره په اعلان كړې شوې اوسنۍ پاليسۍ كښې د هند په منطقه او افغانستان كښې په پراخه كردار ټېنګار كړې او سيمه ايز امن او استحكام لپاره ئې د پاكستان د قربانيو ٬ ?? ترهه ګرۍ په ضد د كاميابو او د ښكاره مرستې اعتراف نه دې كړې ٬ د امريكې په سوچ كښې ستراتېژك تضادات ??ي او ځېني سيمه ايزو او نړيوالو ??ېو??دونو د امريكې دا پاليسي نه ده قبول كړې۔ ده ووئيل سباٶن كښې سوئيلي آسيا د معاشي او كاروباري هلو ځلو مركز جوړېدونكې دے٬ د منطقې ??ېو??دونو له پكار دي چې ھغوي د يو بل د كلتوري او جغرافيائي روابطو ته وده وركړي۔ ده ووئيل د تاريخي سياسي اختلافاتو له امله مرسته محدود ده چې په سوب ئې په يو بل د باور ماحول نه جوړېږي او دې سره د منطقې نه بهر ??ېو??دونه د خپلو جغرافيائي مفاداتو په ترلاسه كولو كښې ستونزو سره مخ دي۔ ده ووئيل سبقت لپاره سياسي مسائل او شخړې منطقه كښې د ستراتېژك او معاشي مفاداتو ?? ترلاسه كولو اجازه نه وركوي۔ ده ووئيل په دې پېچلي امنيتي وضعه كښې بېلټ اېنډ روډ انشي اېټيو له مخې د پاك چين اقتصادي لارې منصوبه يو چېلنج دے كومې چې نړيوال پام ځان ته راړولې او دې سره به ټوله منطقه كښې د بدلون نوې دور پېل شي خو د دې كاميابۍ لپاره د سيمه ايزو ??ېو??دونو ترمېنځه امن ډېر ضروري دې۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د كشمير كشاله د مذاكراتو د لارې هوارول غواړو خو هند تل د خبرو اترو نه ډډه كړې٬ د كشمير نوې كول هم د آزادۍ هلې ځلې روانې ساتلې دي۔ ده ووئيل د سي پېك كاميابۍ سره به د قامي سلامتيا چارې٬ د قامي اتفاق رائے وده او منطقه كښې د منفي جغرافيائي سياسي اثراتو نه بچ كېدو كښې مرسته ترلاسه شي۔ كنفرنس كښې د ګډون كوٶنكو استازو يوه رائے وه چې چين د پاكستان پحقله خپل نقطه نظر نه دې بدل كړې او په نړيواله كچه ئې تل د دې ملاتړ كړې دې او د بركس اعلاميه كښې د پاكستان په ضد د بيانونو مخنيوي له د چين لخوا فشار د دې يو مثال دې