پينډۍ 02 اکتوبر (اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ کابل كښې د افغانستان اولس مشر اشرف غنی سره ليدلي۔ د ملاقات په مهال په شريكو دوه اړ??يزه چارو غور شوې۔ د آئی اېس پی آر له مخې س??لښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ چې کابل ورسيد نو افغان ځواك د هغه تود هركلې وكړو۔ د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ ته ګارډ آف آنر هم وړاندې كړې شوې۔ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ افغان اولس مشر اشرف غنی سره يو په يو او د پلاويو په كچه ملاقاتونه كړي۔ افغان اولس مشر اشرف غنی په دې موقع ووئيل پاکستان او افغانستان ملګرې هېوادونه دي او دواړو له به د كوټلي امن او استحکام له په ګډه مخ په وړاندې تګ كول وي۔ دواړو هېوادونو د سيمې موجودہ امنيتي صورتحال او د دوه اړ??يزه اړيكو جاج واخست دغسې پاك افغان اړيكو په ټولو اړ??ونو د خيالاتو څ??ګندونه وشوه۔ د اوږدې مودې امن په اړه د شريكو خطرو په ضد مرستې ٬ د تر??ه ګرۍ مخنيوي او غیر ریاستی عناصرو په اړه استخباراتي شیئرنګ ٬ تجارت اوعوامی رابطو پھ اړه په چارو هم د خيالاتو څ??ګندونه وشوه۔ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ د افغانستان امنيتي ځواك د تر??ه ګرۍ په ضد جنګ كښې د شريكو ګټو ترلاسه كولو لپاره د تربيې او د كار استعداد زياتولو له د پاكستان د اړ??ه د مرستې وړانديز وكړو۔ دواړه اړ??ه د سیاسی عمل د لارې امناكه چاپيرچل ٬سيمه ايز استحکام له فرېم ورك ته سلا شوي۔ سيمه كښې امن او استحکام له د غلط فهمیو لرې كولو ٬ د بحران صورتحال ختمول له دوه اړ??يزه مرستې زياتولو له په بيلو كچو باقاعدګۍ سره خبرو اترو ته هم سلا راغله۔ د افغانستان دوهم اولس مشر ٬ اول ډپټی چیف ایګزیکټو آفیسر٬ دوهم چیف ایګزیکټو آفیسر٬ د نېشنل سکیورټی ایډوائزر٬ د اېن ډی اېس چیف٬ د دفاع وزیر٬ د كورنيو چارو وزير ٬ د افغان سفیر او افغان آرمی چیف هم په غونډه كښې موجود ؤ دغسې س??لښكر جنرال قمر جاوید باجوہ سره پلاوي كښې خارجه سېكتر ٬ د آئی اېس آئی ډی جی او د پاکستان سفیر شامل ؤ