اسلام آباد 21 نومبر (اے پي پ??) د پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي پ?? پاكستان كښې كېدونكې د مرستې ا??وم?? شريكې كمې??ې غونډه د پاكستان او چين اقتصادي لارې لپاره ډېره مهمه ده٬ د پاكستان او چين ترمېنځه د اوږدې مودې پروژه به دوه اړ??يز?? اقتصادي مرسته لا زياته كړي٬ د پاكستان اولس د چينائي حكومت او چينائي اولس لخوا پاكستان لپاره د خېرسګالې جذبې او مرستې ته د قدر په سترګه ګوري٬ د اقتصادي لارې ابتدائي پروژې ترسره كېدونكې دي ۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ د مرستې ا??وم?? شريكې كمې??ې غونډې ته د خپلې وېنا په مهال وكړې۔ وفاقي وزير ووئيل د شريكې كمې??ې غونډه ځكه ډېر تاريخي اهميت لري چې په دې كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اقتصدي مرستې اوږدې پروژې ته حتمي شكل وركولو سره منظورې لپاره وړاندې كولې شي۔ ده ووئيل د پاكستان حكومت د پرمختګ په عمل كښې ټول ځان سره د روانولو په پالېسې عمل كوي٬ د اقتصادي لارې اوسنې انتظامي اډانې او د مرستې پراخه كولو ضرورت دے۔ ده ووئيل د اقتصادي لارې په فرېم ورك كښې د انفراسټركچر او توان سره سره د سماجي٬ تعليم او روغتيا څانګې هم شاملولې شي۔ ده ووئيل د ګوادر پروژې د هغه ځائ اولس او د هېواد پرمختګ لپاره ډېرې مهمې دي۔ ده ووئيل د توان زياتره پروژې ترسره كېدونكې دي۔