اسلام آباد 25 دس??بر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې د كرسمس بنيادي روح دا دے چې خوشحالې وويشل شي او ټول انسانيت سره مينه وكړې شي٬ د پاكستان حكومت د مذهب٬ عقيدې او يقين نه پرته د ټولو وګړو مساوي او يو ډول آزادي مقدسه ګڼي٬ د كرسمس په موقع خپلو ټولو مسيحي وروڼو ته مباركي وركوم۔ د كرسمس په موقع په خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل چې ??سوع مسيح د ټولو انسانانو په نېك او پاك ژوند تېرولو كښې لارښونه كړې او دوي ته ئې وئيلي دي چې د خدائ نه رحمت طلب كړي۔ وزيراعظم په دې موقع د ترهګرې په ضد جنګ كښې د مسيحي وروڼو قربانيو ته پېروينه وړاندې كړه۔ ده ووئيل چې ??سوچ مسيح د امن٬ ورورولې او محبت تعليمات او خيالات ټول انسانيت لپاره دي۔ ده ووئيل چې ??ونږ يوه داسې ټولنه جوړولو لپاره پوخ عزم لرو چرته چې د اختلاف رائې احترام وكړې شي٬ يو قوم چې ??كښې ب??دا??ت او همغږي وي او يو رياست چې ??كښې ټول وګړي يو ډول حقوق او موقعې ولري۔ ده ووئيل چې ??ونږ په خپلو مسيحي وروڼو فخر كوو٬ هغوي زمونږ د كثيرالثقافتي سياست لازمي جزو دي او زه باور لرم چې ??غوي به د پاكستان په پرمختګ او خوشحالې كښې روان ك??دا?? لا ګړندې كړي۔