اسلام آباد ۔ 03 فروری (اے پی پی) قامي تاريخ او د ادبي ورثې ډويژن لپاره د وزيراعظم مرستيال عرفان صديقي وئيلي دي پاكستان اټامك انرجي كمېشن د هېواد دفاع سره سره د طب او صحت په څانګه كښې هم مهم خذمات ترسره كوي۔ د كېنسر په ډول په موذي مرضونو اخته كسانو له د نوري او كمېشن 18 كېنسر ر??غت??نونو خذمات د قدر وړ دي۔ دا خبره ده د كېنسر نړيوالې ورځې په لړ كښې د خالي په ورځ په نوري ر??غت??ن اسلام آباد كښې شوې يوې دستورې ته خطاب كښې و??ړه۔ عرفان صدیقی ووئيل كېنسر يو موذي او د انسان ژوند وړونكې رنځ دے د كوم لپاره چې په وخت تشخيص او ددې درملن?? ضروري دي۔ ده ووئيل د دې ډول مرضونو څخه اولس خبرولو له بايد ميډيا او سول سوسائتي خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل دا مهال د كېنسر 80 فیصد رنځوران د نوري او د كمېشن نورو ر??غت??نونو څخه استفاده كوي۔ ده ووئيل حكومت دداسې ادارو هره ممكنه سرپرستي كوي او په سركاري سېكټر كښې د معياري ر??غت??نونو په يو بشپړ پروګرام كار روان دے۔ په دې ??هال ده نوري ر??غت??ن كښې بستر كوچنيانو او نورو كسانو له د يو كتابتون جوړولو اعلان وكړو كوم ته به چې كتابونه وزارت وركوي۔ دستورې ته د پاکستان اټامک انرجی کمېشن غړي مېجر جنرل(ر) منیراحمد سلهریا هم خطاب وكړو