کراچی ۔ 19 مارچ (اے پی پی) خزانې وفاقي صلاكار مفتاح اسماعيل وئيلي دي بجټ كښې كوم نوې ټېكس لګولې نه شي۔ د راروان كال بجټ كښې به آمدن نه بلكې نمو زياتولو ته خاص پام كولې شي۔ د كراچۍ په شمول په ??ول هېواد ك??ې د امن او امان صورتحال د اطمينان وړ دے۔ د قائد په ښار ك??ې د امن په ځا??ې كېدو سره تجارتي هلې ځلې بحال شوي دي۔ د معاشی پرمختګ اوسنۍ شرح په ??س كاله كښې تر ټولو زياته ده۔ حکومت د جی ډی پی شرح 8 څخه تر 10 فیصد كولو له هڅې كوي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ??رځ كراچۍ كښې راجوړې كړې شوې د ورلډ اسلامک فنانس فورم پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ كنفرنس ك??ې د اسټېټ بانك دوهم ګورنر جميل احمد ٬ مولانا تقي عثماني او بهر هېوادونو څخه راغليو مېلمنو ګډون وكړو۔ مفتاح اسماعیل ووئيل حكومت د صنعتونو او وړو كاروبارونو ودې له ګامونه پورته كړي دي۔ په بېلو څانګو كښې اسلامک بېنکنګ ته وده وركولې شي او ځا??ي صنعتونه هم اسلامك فنانس پلو راوړلې شي۔ تېرو 5 كلونو كښې مونږ د 12 زره مېګاواټ برېښنه منصوبې ولګولې۔ دوهم ګورنر جميل احمد ووئيل اسلامک انډسټري بايد ریسرچ اېنډ ډیولپمنټ ته خاص پاملرنه وكړي۔ مفتي تقي عثماني ووئيل د خزانې په ??زارت كښې بايد اسلامک فنانس ډويژن وي۔ ډوېژن دې اسلامک بېنکنګ ته په ??ېښو مسئلو كار وكړي۔ اسلامک بېنكونو سره لیکوډټي خو شته ولې د سرمايه كارۍ كولو ځا??ې نشته۔ ده ووئيل اسلامک بینکنګ فعاله كولو له دې كمېټي جوړه كړې شي۔ ده ووئيل حكمران ګوند بايد خپل منشور ك??ې دا شامل كړي چې كه چرې بيا مو اقتدار ترلاسه كړو نو سود به خت?? كړو