اسلام آباد 23 جولائی (اے پي پي) د توان وفاقي وزير بېرسټر سيد علي ظفر پرائيوېټ پاور انفراسټركچر بورډ ته هدايت كړې چې د هېواد وسيلو څخه لا استفادې كولو لپاره اقدامات وكړئ٬د برېښنا پېداوار لپاره دې په راوړونكي اندېهن انحصار كم كړې شي٬د برېښنا په پیداوار كښې اضافې او ارزانې برېښنا ترلاسه كولو لپاره بايد په درآمدي اېندهن خرڅ كېدونكې قيمتي زرمبادله بچ ??ړی شي۔ده دا خبرې د ??ل په ورځ د پرائيوېټ پاور انفراسټركچر بورډ غونډې ته د وېنا كولو په مهال وكړې د كومې مشري چې وفاقي وزير پخپله كوله۔ده ووئيل د هر هېواد د سماجي او اقتصادي پرمختګ انحصار په ارزانه توان وي۔د بورډ په غونډه كښې د برېښنا د پېداوار د بېلا بېلو پروژو جاج واخستلې شو او د كا?? په رفتار د اطمينان څرګندونه و??ړی شوه۔په غونډه كښې ده پي پي آئي بي ته هدايت وكړو چې سرمايه كا??و ته آسانې وركړئ او د برېښنا د پیداوار پروژې په وخت ترسره كړئ چې دغسې د توان ضروريات پوره كړې شي۔د پي پي آئي بي منيجنګ ډائرېكټر شاه جهان مرزا غونډې ته د پي پي آئي بي د بېلا بېلو پروژو په اړه بريفنګ وركړو۔ده وئيل د اوبو څخه د برېښنا پېدا كولو او د سكرو پشمول په بېلا بېلو پروژو په تندۍ سره كا?? روان دے۔غونډې ته ووئيل شول د 4950 مېګاواټ د تهر سكرو څخه د برېښنا پېدا كولو پروژې په بېلا بېلو پړاؤنو كښې دي۔د كوئلې څخه زرګونه مېګاواټه برېښنا پېدا كېدې شي۔ده ووئېل د پي بي آئي بي د 8200 مېګاواټه 9 پروژې به سږ كال تر آخره ترسره شي۔د 14 زره مېګاواټ پروژې به تر كال 2021 پېداوار پېل كړي او په دې كښې د 6421 مېګاواټ پروژو د وړاندې نه پېداوار پېل كړې۔د توان وفاقي وزير د پي پي آئي بي كا??كردګي وستائېله او په پروژو د كا?? ګړندي كولو ئې سپارښتنه وكړه