اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) د پټروليم او قدرتي وسېلو وف??قي وزير غلام سرورخان وئيلي دي د پټروليم وزارت لوظنامې به د كابېنې راروانې ته وړاندې كوٶ٬ د پټروليم مصنوعاتو د بيعې ټاكنه به د نړيوالو منډيانو او ټېكس تر مخه كولې شي٬ پي پي اېل په سانګهړ كښې د تېلو كوهې لټولې چې هره ورځ به ترې 91 بېرل تېل ترلاسه كېږي٬ هېواد كښې د تېلو پېداوار 15 فيصده دے او 85 فيصده درآمد كولې شي ٬ كرپشن به په هېڅ ډول ونه زغموو٬ سركاري ګاډې به نه كاروم٬ د وزارت چارواكي دې په 19 ساعتو كښې زياتې ګاډې وزارت او اړوندو څانګو ته واپس كړي۔۔ د دې خيالاتو څرګندونه وف??قي وزير د جمعې په ورځ په پټروليم وزارت كښې خبري كنفرنس ته وكړه۔ وف??قي وزير ووئيل زه د وزارت د ذيلي څانګو پحقله بريفنګ غواړم٬ زياتره كمپنۍ په اېډهاك ازم ساتلې شوې ۔ وف??قي وزیر ووئيل د يوې څانګې چيف اېګزېكټو ته د بلې كمپنۍ ذمه وارۍ وركړې شوې ٬ ځېنې چوكۍ خالي هم وې٬ چرته چې چا سره دوه چوكۍ دي ھغه به ختمولې شي٬ خالي چوكۍ به خاص پ??وف??شنل ته وركولې شي۔ ده ووئيل مونږ ډېرو لويو چېلنجونو سره مخ يو دا يو ټېكنيكل وزارت دے٬ زمونږ مقصد څيزونه سمول دي٬ مونږ به د خپل مشر پېروي كوٶ او زه به هم يو سركاري ګاډې نه ساتم۔ ده ووئېل د وزارت او ټولو كمپنو خرڅونه به كموٶ٬ مونږ له د پاور لاسز د كمولو هڅې كولې دي٬ كرپشن به نه برداشت كوٶ ٬مونږ له په مثبت سوچ مخ په وړاندې تلل دي ، پرېكړې به په اجتماعي توګه كوو ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ځېنې لوظنامې پټې ساتلې شوې ٬ ټولې لوظنامې به پ??پل?? ګورم او دا به په وېب پاڼه هم لوډ كوٶ٬ كېدې شي چې د نېب نه وړاندې مونږ ??پل?? كاروائي وكړو