پېنډۍ 29 اګست (اے پي پي) د پوځ س??لښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ وئيلي دي دښمن قوتونه د عملياتو په نتيجه كښې ترلاسه شوې ګټې ته زيان رسول غواړي٬ ترهګري او پرمختيائي كا??ونه يو ځائ نه شي چلېدې٬ مونږ له به د ناامنۍ بشپړه خاتمه باوري كول وي٬ امن ??پا??ه د قبائيلي مشرانو امنيتي ځواكونو سره مرسته د ستائنې جوګه ده ٬ سيمه كښې په لويه كچه امن بېرته راغلې دے خو د بيا اړي ګړي مخنيوي له به په ګډه كا?? كول وي۔ د آئي اېس پي آر له مخې جنرال قمر جاوېد دا خبرې د سوئيلي وزيرستان دورې په موقع قبائيلي مشرانو ته خپلې وېنا كښې وكړې٬ په دې موقع سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه افسرانو او ځوانانو سره هم ملاقات كړې۔ سرلښكر ته په پاك افغان پوله د هاردار تار لګولو د عمل او د پرمختيائي كا??ونو په حقله بريفنګ وركړې شو۔ سرلښكر د كا?? په رفتار او معيار د اطمينان څرګندونه وكړه۔ د دې نه پس سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ د شمالي او سوئيلي وزيرستان قبائيلي مشرانو سره هم ملاقات وكړو او د فاټا په خېبر پښتونخوا كښې د انضمام پحقله ئې د قبائيلي مشرانو په هلو ځلو كولو د ھغوي مننه وكړه ۔ قبائيلي مشړانو هم امن ??پا??ه د امنيتي ځواكونو او رياست ??پا??ه د غېر متزلزل ملاتړ باور وركړو ۔ قبائيلي مشرانو امن او د فاټا انضمام او په پرمختيائي كا??ونو د سرلښكر مننه وكړه ۔ په دې موقع خپلې وېنا كښې سرلښكر ووئيل په افغان پوله د هار دار تار لګولو كا?? او د بحالۍ او پرمختيائي كا??ونه په تندۍ سره روان دې ٬سرلښكر ووئيل يوه مسئله هم يوازې د كا??نېټېك عملياتو د لارې نه شي هوارېدې٬ مونږ ټولو له به په ګډه د اړي ګړي بېرته رامينځ ته كېدو لاره نيول وي۔