اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم ع??را?? خان د قاچاق ٬ حواله او هنډۍ مخ نيوي په لړ كښې په وزيراعظم آفس كښې د اعلٰی كچ غونډې مشري وكړه۔په غونډه كښې د خزانې وفاقي وزير اسد عمر٬د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار آفريدي٬د وزيراعظم د اداره جا??ي اصلاحات ادارې صلاحكار ډاكټر عشرت حسېن٬د احتساب خ??ص مرستيال مرزا شهزاد اكبر٬د سياسي چارو خ??ص مرستيال نعيم الحق٬د خزانې سېكتر٬داخله سېكتر٬كامرس سېكتر٬اټارني جنرل٬د اسټېټ بانك ګورنر٬د اېف بي آر چيئرمېن٬د اېف آئي اے ډي جي او نورو اعلٰی افسرانو ګډون وكړو۔د ګل په ورځ د وزيراعظم دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې غونډه كښې د كامرس سېكتر او اېف بي آر ته د قاچاق ٬ حواله او هنډۍ څخه قامي معيشت ته د رسېدونكي زيان په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔په غونډه كښې د قاچاق او حواله هنډۍ مخ نيوي لپاره په موجوده قانون كښې ضروري بدلون كولو سره د اړوند قانون لا فعاله كولو پريكړه وكړې شوه