اسلام آباد ۔ 9ستمبر (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي ته د صدار?? منصب سنبالولو نه وروستو ايوان صدر كښې ګارډ آف آنر وړاندې كړې شو۔ د اتوار په ورځ ايوان صدر كښې دګارډ آف آنر دستوره وشوه۔ اولس مشر په روايتي بګۍ كښې د پا?? پوځ په اسونو سورې ډلې د سلامۍ ځائې ته راوستلو۔ ګارډ آف آنر نه وړاندې قومي ترانه وغږولې شوه۔ اولس مشر د ګارډ آف آنر معائنه وكړه۔ په ګارډ آف آنر وړاندې كوؤنكو كښې د درې واړو وسله والو ځواكونو چمتو ډلې شامل وې۔ دې نه وروستو اولس مشر يو په يو د ايوان صدر عملې سره جوړ تازه وكړل او دا ??مل?? دوئي سره مع??رف?? كړې شوه۔ دا خبره دې ښكاره وي چې اولس مشر عارف علوي دې نه وړاندې په ايوان صدر كښې په يو ساده ولې درنه دستوره كښې د خپل منصب سوګند پورته كرو۔ ستر قاضي مياں ثاقب نثار ده ته سوګند وركړو۔