اسلام آباد ۔ 30 اكتوبر (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي حكومت د برآمداتو زياتولو او په بهرنۍ خساره قابو م??ندلو سره د هېواد معيشت په خپلو پښو اودرول غواړي۔ د تېرو لسو ورځو په مهال پاكستان سټاك اېكسچېنج كښې د 5 زره پوائنټس اضافه شوې۔ مونږ كچكول ماتول او په غېر ملكي پور انحصار كمول غواړو۔ هيله ده چې اپوزيشن به معاشي مسئلې حل كولو له جدي او غوره وړاندېزونه راكړي۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پاكستان موجوده اقتصادي وضعې په تحريك د بحث په مهال د خزانې وزير ووئيل د پاكستان مسلم ليګ (ن) غړو ته معلومه ده چې دوئي معيشت په كوم حا?? پرېښودې۔ بهرنۍ خسارې معيشت ځپلې ٬ تجارتي خساره 17 اربه ډالره وه كومه چې تر كال 35 اربه ډالرو ته ورسېدله۔ ده ووئېل كرنټ اكاؤنټ خساره تېر كال 18 اربه ډالرو ته رسېدلې۔ په درېو م??اشتو مئي جون او جولائ كښې مجموعي خساره 12 اربه ډالره وه۔ ده ووئيل سټیټ بنك پالیسی رېټ زياتولو سره په خساره د قابو م??ندلو هڅه وكړه۔ اسد عمر ووئېل د پخواني حكومت زياتېدونكو خرڅونو او ګامونو لامله چې د روپۍ قدر كم شو نو ځكه مونږ ضمني بجټ وړاندې كړو۔ د خزانې وزير ووئيل د تېرو دوو كلونو په مهال د 1200 اربه روپو نوټونه چھاپ كړې شوي۔ دې څخه وړاندې د پاكستان په تاريخ كښې د 600 اربه روپو نوټونه چھاپ كړې شوې وو۔ ده ووئيل معيشت اډانې ته اړتيا لري۔ د بېل آ??ټ پېكج نه غېر معيشت د مشكلات څخه نشي وتلې۔ مونږ بېل آ??ټ پېكج لپاره آئي اېم اېف او م??ګرو هېوادونو سره خبرې پېل كړې۔ وفاقې وزير ووئېل د سعودي عربستان دورې په مهال د درې اربه ډالرو سټېټ بېنك كښې اېښودلو