اسلام آباد ۔ 2 دسمبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د سندھ خاوره تر ټولو د پخوانۍ كلتوري ورثې امين ده۔ سندھي ټوپۍ او اجرك د سندھ د متنوع كلتور ګل رنګ ع??امت دے۔ د سندھ رنګ د تعصب ٬ كركې ٬ عدم برداشت او تقسيم څخه پاك دے۔ د سندھ د كلتور ورځ په لمانځلو مباركي وركو??۔ د اتوار په ورځ د اطلاعاتو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د سندھ د كلتور ورځې مباركۍ پېغام كښې ووئيل د سندھ خاوره د تر ټول پخوانۍ كلتوري ورثې امين ده۔ د سندھ تر ټولو لويه ورثه ددغې ځائې د اولس بې كچه مينه ده۔ د سندھ د ښكلا اعتراف په ټوله نړۍ كښې كېږي۔ په سندھۍ ژبه د پولې پورې غاړه نه واخله تر د 7 سمندرونو پورې غاړه خلق پوهېږي۔ ده ووئيل د سندھ رنګ د تعصب ٬ كركې ٬ عدم برداشت او تقسيم څخه پاك دي۔ زه په دې ورځ مباركي وركو??۔ ده دعا وكړه چې لوئې څښ??ن دے د وفاق پاكستان د دې ښكلې ګلدستې د ګلونو رنګونه نور هم تازه كړي۔