اسلام آباد ۔ 18 دسمبر (اے پی پی) سېنېټ كښې د مقبوضه ??شمير په بې ګناه كشميريانو د هندي قابض ځواكونو د ظلم او جبر غندنې قرارداد منظوري وركړې شوې۔ د نهې په ورځ د سېنېټ غونډې په مهال سناتورې شېری رحمن په دې لړ كښې قرارداد وړاندې كړو۔ په قرارداد كښې وئيلي شوي وو چې دا ايوان په مقبوضه ??شمير كښې د هندي ځواكونو په بې ګناه كشميريانو د ظلم او جبر او د دوي د نسل كشۍ سخته غندنه كوي٬ دا ايوان د او آئي سي عمومي سېكتر لخوا په دې معامله د ډاګيزو خبرو س??ائنه كولو س??ه غوښتنه كوي چې د اسلامي تنظيم هنګامي غونډه رابللو س??ه دې په دې مسئله غور وكړې شي او په مقبوضه ??شمير كښې د هر ډول خلاف ورزو لاره دې ونيولې شي۔ دا ايوان حكومت څخه غوښتنه كوي چې د كشمير په معامله دې خاص استازې وټاكلې ??ي ??و ملګرو ملتونو لپاره دې د كشمير پحقله خاص استازې مقرر كړې شي ٬ پاکستان به د کشمیريانو اخلاقي، سیاسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔ ايوان په يوه خله د قرارداد منظوري وركړه۔