لنډی کوتل 23 دسمبر (اے پی پی) افغانستان دې خپله خاوره د پاکستان په ضد استعمال نه كړي او د هند د سازشونو څخه دې ډډه وكړي، پاکستان سيمه كښې امن غواړي او دواړه هېوادونه خپلو كښې نزدې خپلولي لري دې لپاره ب??يد دواړه هېوادونه خپلو كښې م??الي اړيكې جوړې كړي ، دغسې چې د پرمختګ او سوكالۍ يو نوې دور پيل شي۔ د دې خيالاتو څركندونه وف??قی و??یر پیر نورالحق قادری لنډي کوتل جرګه هال كښې د پریس کلب نوې ټاكلې شوي کابینې د سوګند پورته كولو دستورې ته وكړه۔ د خیبر ضلع لنډی کوتل تحصیل جرګه حال كښې د لنډي كوتل پریس کلب نوې ټاكلې شوي کابینې څخه وف??قی و??یر نورالحق قادری سوګند واخست۔ تفصیلاتو له مخې د لنډی کوتل جرګه هال كښې د لنډي كوتل پریس کلب د سوګند پورته كولو دستوره وشوه ، د كومې م??ر ميلمه چې وف??قی و??یر پیر نورالحق قادری ؤ دغسې پھ نورو ميلمنو كښې د لنډي كوتل اسسټنټ کمشنر محمدعمران، د طورخم تحصیلدار شکیل برکی، د زخه خیل تحصیلدار غنچه ګل، د جمرود پریس کلب صدر اول شیر آفریدی،ملك دریا خان آفریدی ٬ ملك عبدالرزاق آفریدی پشمول سیاسی مشران او نورو ګډون وكړو۔ دستورې ته په خپل خطاب كښې وف??قی و??یر پیر نورالحق قادری ووئيل صحافت د ریاست څلورمه ستن ده ، ځكه چې خبريال په كومه سترګه ټولنې ته ګورې هغې سره د ټولنې اصلاح كېږي۔ ده ووئيل د خبريالانو ستونزې به حل كولې شي۔ ده ووئيل د خبريالانو څخه هم دا توقع لرو چې م??بت تنقید به كوي د كوم يو ګوند يا تن ملګرتيا به نه كوي بلکه ??غه څه به رامخې ته كوي چې ورسره د سيمې ګټه وشي۔