بيجنګ 25 دسمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې چين په اف??ان??تان كښې امن لپاره زمونږ هڅې ستائيلې دي٬ افغان اولس مشر اشرف غني د مرستې باور راكړے٬ د پاكستان او اېران په ??ظر كښې چې اوس څومره يووالې دے٬ وړاندې كل?? هم نه و٬ د چين خارجه وزير سره مې د سي پېك په ??رمختګ تفصيلي خبرې شوې دي۔ ده دا خبرې د نهې په ??رځ په بيجنګ كښې مېډيا سره د خبرې كولو په ??هال وكړې۔ خارجه وزير ووئيل چې زمونږ د څلور ملكي دورې بنيادي مقصد د منطقې مهمو هېوادونو سره شريك روابط زياتول دي۔ ده ووئيل چې د كابل او تهران دوره مې كړې٬ بيا بيجنګ ته راغلم او اوس به انشاء الله ماسكو ته ځم۔ ده ووئيل چې د چين خارجه وزير سره ئې ښه ملاقات كړے په ??وم چې مونږ د اف??ان??تان په صورتحال٬ په دې وروستيو كښې ه ابوظهبي كښې په شويو مذاكراتو او د اتمې شريكې مشاورتي كمېټې د غونډې په اړه خبرې كړې دي۔ ده ووئيل چې په دوه اړخيزه اړيكو٬ په ??ي آر اېف فورم او په اپرېل كښې كېدونكو د خارجه وزيرانو په ??چه په ستراتېژيكي مذاكراتو هم خبرې شوې دي۔ ده ووئيل چې په چين كښې د پاكستان د برآمداتو په شرح كښې په اضافه او د بېلنس آف سپورټ په اړ?? هم خبرې وشوې۔ ده ووئيل چې خارجه وزير جواد ظريف سر?? هم ډېر ګټوره ملاقات شوے۔ ده ووئيل چې د اسلامي انقلاب نه پس دا دوهمه موقع ده چې د پاكستان او اېران اړيكې ډېرې د بهترې په ??لو روانې دي۔ ده ووئيل چې د چين خارجه وزير سره د سي پېك په ??رمختګ خبرې شوې دي او ټول قياسونه له مېنځه تللي دي۔ ده ووئيل چې اوس روسيې ته روان يم ځكه چې روسي?? هم د منطقې ډېر مهم هېواد دے٬ هغه د اف??ان??تان تجرب?? هم لري او د دې سټېكس هم دے٬ دوي سره ب?? هم لا خبرې كېږي۔