اسلام آباد 24 ستمبر(اے پي پي) اولس م??ر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي كومه هم ټولنه د اولسي خېر ښېګړې د نظام نه بغېر پرمختګ نه شي كولې٬ د اوسني حكومت وژن پاكستان فلاحي رياست جوړول دي او د اولس د خېر ښېګړې ذمه واري د كارپورېټ څانګې هم ده ۔ ده دا خبرې ?? زيارت په ورځ د يوولسمې نړيوال كارپورېټ مشرانو غونډې او د كال 2019م د اي??ارډونو وركولو دستورې ??ه د وېنا كولو په مهال وكړې۔ اولس م??ر ووئيل اسلام يو مكمل دين او ضابطه حيات دے ۔ نبي كريم ﴿ص﴾ د بشري حقونو په اړه خاص تاكيد كړے ۔ اولس م??ر ووئيل په اسلام كښې د سماجي ښېګړې خاص ذكر دے۔ كومه ټولنه د اولس د فلاحي نظام نه بغېر پرمختګ نه شي كولې۔ تعليم او پرمختګ د قامي پرمختګ لپاره ډېر مهم دي۔ اولس م??ر ووئيل د اولس د خېر ښېګړې ذمه واري د كارپورېټ څانګې هم ده ۔ ده ووئيل په پاكستان كښې لوي صلاحيتونه او وسيلې موجود دي او د دې څخه د بشپړه استفادې كولو ضرورت دے۔ اولس م??ر ووئيل د ذمه وارې ??حساس چې نه وي نو ټولنه تقسيم شي۔ اولس م??ر په پاكستان كښې د افغان كډوالو ذكر كولو سره ووئيل مونږ د افغان كډوالو ه??كلې كړے او د زړه په اخلاص مو د دوي مېلمستياﺀ كړې