سرینګر ۔ 10 فروری (اے پی پی) مقبوضه كشمير كښې د كال 2018ء په مهال د تور قانون ” پبلک سېفټی اېکټ” ترمخه 510 كسان نظر بند كړې شوي او دا شمېره د كال 2016ء په مقابله كښی يو په ??وه ده كله چې د هندي ځواكونو د لاسه د نوموړي زلمي لارښود برهان مظفر واني شهادت څخه وروستو په مقبوضه سيمه كښې تر څو مياشتو احتجاجي تحريك چلېدلې وو۔ د كشمير ميډيا سروس ترمخه سرينګر څخه خپور شوي د يوې ورځپاڼې راپور كښې وئيلي شوي دي چې په كال 2018ء كښې په 510 كسانو ددې تور قانون پبلک سېفټی اېکټ ا??لاق شوې وو۔ په كال 2016ء كښې دا شمېره 230 وه۔ دغسې په كال 2017ء كښې 410 كسان ددې قانون ترمخه نظر بند كړې شوي وو?? راپور كښې وئيلي شوي چې ددې قانون ترمخه په كال 2018ء كښې نظر بند كړې شوي كسانو كښې زياتره د جموں کوټ بھلوال زندان كښې ساتلې شوي دي۔ ددې قانون ترمخه د نيولې شويو كسانو كېس تر 6 مياشتو كوم عدالت كښې روان وي او بيا تر 6 مياشو دې نظر بند ساتل?? شي۔ وروستو دا موده تر يو كال يا دوه كاله زياتول?? شي۔ د قانون پوهانو وېنا ده چې يو وګړې چې د كومو تورونو په ??نياد نظر بند كړې شوي و هغه هم د دغه تورونو په ??نياد يو وارې بيا نيولې كېدې نه شي ولې دلته كشميري وګړي په كلونو نظربند ساتل?? شي