اسلام آباد 28 فروري (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير شاہ محمود قرېشي وئيلي دي برتانيه دې د پاك هند تاو تريخوالې كمولو له كردار ولوبوي۔ وفاقي وزير دا خب??ې د برتانيې خپل همڅنګ جېرېمي هنټ سره په ټېلي فوني تماس كښې كړې ۔ د خا??جه دفتر وياند له مخې د برتانيې خا??جه وزير تېره ورځ د پاكستان خپل همڅنګ سره ټېلي فوني تماس نيولې ٶ۔ د ټېلي فوني خب??و په مهال منطقه كښې د امن او امان په خرابه وضعه د خيالاتو څرګندونه شوې۔ ش??ہ محمود قرېشي په دې موقع ووئي مونږ د پلوامه پېښې نه پس د هند لخوا د دړكو باوجود دوي ته د كوټلي شواهدو راكولو او په پلټنو كښې د مرستې باور وركړې۔ ده ووئيل پاكستان منطقه كښې امن غواړي۔ ده ووئيل د پاكستان وزيراعظم عمران خان نن هم هند ته د خب??و بلنه وركړې ۔ وفاقي وزير شاہ محمود قرېشي ووئيل پاکستان صورتحال معمول ته راوستل غواړي او خب??و اترو له چمتو دے۔ ده په برتانيې زور رواړو چې برتانيه د پاكستان او هند د اړي ګړي په خا??مه كښې خپل كردار ولوبوي۔ ده ووئيل د هند هوائي ځواك بندي پائيلوټ سره به د جنيوا كنونشن له مخې سلوك كولې شي۔ د برتانيې خا??جه وزير ووئيل منطقه كښې امن او استحكام برتانې لپاره ډېر د اهميت وړ دے٬ بايد دواړه هېوادونه شريكې مسئلې د مذاكراتو د لارې هوارې كړي۔ د خب??و اترو په مهال دواړو خا??جه وزيرانو د مشاورت په روانه ساتلو سلا شول