اسلام آباد ۔ 09 مارچ(اے ??ی پی) د خزانې وفاقي وزير اسد عمر د فنانشل اېکشن ټاسک فورس(اېف اے ??ی اېف) صدر مارشل بېلنګسلیا څخه غوښتنه كړې ده چې د اېف اے ??ي اېف سپېځلو ٬ بې پ??ې او د مقصدي جاج عمل باوري كولو له دې د هند په ځائې د اېف اے ??ي اے اېف كوم بل غړې دې د ایشیاء۔بحرالکاهل د ګډې ګروپ مرستياله مشر غوره كړې شي۔ د خزانې وزير د اېف اے ??ي اېف صدر په نامه خپل خط كښې ليكلي چې د هند پاكستان سره دښمني چانه پټه نه ده او د هند لخوا د پاكستان د فضائي حدونو خلاف ورزي او د پاكستان د حد دننه د بم غورځولو جارحانه ګام ددې ښكاره ثبوت دې۔ ده ووئيل زه باور لرم چې د آئی سی آر جی عمل كښې د هند شاملېدل به پاكستان لپاره غېر منصفانه وي۔ ده په مارشل بېلنګسلیا زور راوړو چې هغه دې د اېف اے ??ی اېف اېکشن پلان سره اړوند د پاكستان پېشرفت په لړ ك??ې بې پ??ې جاج باوري كولو له د هند په ځائې د ګډې ډلې مرستياله مشر كوم بل هېواد غوره كړي۔ ده ووئيل د آئي سي آر جي او اېف اے ??ي اېف په غونډو كښې دې دا خبره باوري كړې شي چې هند دې دا پلېټ فارم د پاكستان په ضد سياسي مقصدونو لپاره نه كاروي