اسلام آباد 28 مارچ (اے پي پي) د خارجه چارو پارلماني سېكترې عندليب عباس وئيلي دي د کرتارپور راهدارۍ پرانستلو پرېكړه مذهبي سېلګرۍ ته د ودې وركولو ??پا??ه شوې ده ۔٬ د سفارتكارۍ انداز بدل شوې٬ سفارتكاري د جنګ نه غېر د ګټې نوم دے ۔ عندليب عباس دا خبرې د زيارت په ورځ د ډپلومېټك ان سائټ ګروپ تر سېوري لاندې درېم ګلوبل اېمبسډرز اېوارډ دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په دستوره كښې عندليب عباس د خاص مېلمنې په توګ?? ګډون وكړو۔ په دې موقع عندلیب عباس ووئيل پاكستان كښې د كار كوٶنكې ډپلومېټك كميونټۍ كردار ډېر اهميت لري ۔ دې ووئيل اقتصادي سفارتكاري د اوسني دور د ټولو نه مهمه ذمه ??اري ده ځكه چې په ننني جديد دور كښې ټول هېوادونه په تجارتي توګه په يو بل انحصار كوي۔ دې ووئيل کرتارپور راهداري پرانستلو پرېكړه مذهبي سېلګرۍ ته د ودې وركولو ??پا??ه شوې ٬ د دې نه علاوه د بدھ مت منونكو ??پا??ه هم مذهبي سېلګرۍ ته ودې وركولو ??پا??ه ګامونه پورته كوٶ۔ دې ووئيل سافټ ډپلومېسي د وخت ضرورت دے او اوسني حكومت هم دغه كار كوي او د دې نه علاوه اقتصادي سفارتكارۍ ته ودې وركولو ??پا??ه ټولو هېوادونو سره اړيكې لا مستحكمې كوٶ۔ دې وئيل نېلسن منډېلا د نړۍ عظيم سفير ٶ ځكه چې د ھغه مشن امن او نسلي امتياز ختمول وو۔ په دې موقع پاكستان كښې د ملګرو ملتونو رېذيډنت ډائرېكټر هم وينا وكړه۔ د غونډې په پائي كښې خاص مېلمنې عندليب عبا?? پاكستان سره په سفارتي او اقتصادي اړيكو كښې په مهم كردار لوبولو د آذربائیجان، هنګري، ف??پا??ن، پولېنډ، تیونس، یوکرائن او ازبکستان سفيرانو له اېوارډونه هم وركړل او په دې موقع چين كښې د پاكستان نائب سفير ژاٶ لي جيان ته هم د پاك چين اړيكو په اړه په مهم كردار او پاكستان كښې د خېرښګړې په بېلا بېلو كارونو اېم ډي اېكسم ټرېډ تيانرو تيانګ ته هم اېوارډز وركړې شول