اسلام آباد 01 اپریل (اے پی پی) د پیټروليم وفاقي وز??ر غلام سرور خان وئېلي دي چې د پیټروليم مصنوعاتو ب??عه په نړيواله منډۍ كښې د تېلو بيعې سره تعلق لري٬حكومت د اوګرا د اړخه د پیټروليم مصنوعاتو په ب??عه كښې د زياتوالي لپاره لېږلې شوې س??ري منظور شوې نه ده٬اولس له د اوګرا سمرۍ برعكس رېليف وركړی شوې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګ?? په ورځ د منرل ډوېلپمنټ كارپورېشن دورې په موقع مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل اوګرا هره مياشت په نړيواله منډۍ كښې د تېلو بيعې صورتحال جاج اخستلو سره د پیټروليم مصنوعاتو په ب??عه كښې د ردو بدل پھ اړه س??ري لېږي۔د دې نه پس س??ري د خزانې وزارت ته ځي او د حتمي منظورۍ لپاره وز??راعظم ته وړاندې كېږي۔ده ووئيل په پاكستان كښې د پیټروليم مصنوعاتو بيعه٬د هند٬بنګله دېش او نورو هېوادونو په مقابله كښې كمه ده۔دا مهال هم په هند كښې د ډيزل ب??عه د پاكستان څخه زياته ده۔اوګرا د 11 روپو زياتوالي تجويز كړې وو كوم چې مونږ منظور نه كړو او تر شپږ روپو پېټروليم مصنوعاتو كښې اضافه شوې۔ده ووئيل په سمندر كښې د تېل او ګاز لټون لپاره ډرېلنګ روان دې٬ 4 زره ميټره څخه زيات ډرلنګ شوې او تر 5500 ميټر به ډرلنګ كولې شي۔ده ووئيل پخواني حكومت په دې اړه لوظ نامه كړې وه خو په هغې عملدرآمد مونږ كړې او د تېلو كمپنو له مو آساني وركړې۔په دې موقع وفاقي وز??ر ته د پاكستان معدني پرمختيائي كارپورېشن چارو ??ه اړه بريفنګ وركړې شو۔وفاقي وز??ر د كلين اينډ ګرين پاكستان ترمخه بوټې هم نال كړو۔