اسلام آباد 03 اکتوبر (اے پي پي) ??زی??ِاعظم عمران خان وئيلې دي د تعلیم ??ظامِ او نصاب بهترۍ ته د پي ټي آئي حكومت وړومبۍ پام لرنه كوي ٬ د تعليم په اړه د اصلاحاتو بنيادي مقصد تفريق ختمول او د مدرسې ماشومان راوړاندې كول دي٬ مدرسو ته پېښې مسئلې به په مشاورت حل كولې شي۔ ??زی??ِاعظم عمران خان دا خبرې د علماء کرامو پلاوي سره كړې چا چې د شورو په ورځ وزيراعظم سره په وزيراعظم افس كښې ليدلي۔ په پلاوي كښې مفتي منیب الرحمان، مولانا محمد حنیف جالندھري، صاحبزادہ عبدالمصطفی هزاروي، مولانا یاسین ظفر، مولانا عبدالمالك، ډاکټر مولانا عطاء الرحمن او مولانا سید قاضی نیاز حسېن نقوي شامل وو۔ په دې موقع د تعليم وزير شفقت محمود، د مذهبي چارو وزير نورالحق قادري، د داخله چارو دوهم وزير شهریار اپريدي هم موجود ٶ۔ د ملاقات په مهال د حكومت لخوا د تعليم څانګې (د تعليم نظام او نصاب) بهترۍ لپاره د شوو اصلاحاتو او په دې لړ كښې د مدارسو د كردار او خدماتو او په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د علماء کرامو پلاوي عمران خان له په ??زی??ِاعظم ټاكلې كېدو مباركي وركړه ۔ پلاوي په دې موقع ووئيل ھغوي د زړه له اخلاصه لاس په دعا دي چې لوي څښتن ??زی??اعظم په خپل مشن كښې كاميابه كړي او قام د هيلو له مخې كار وكړي۔ پلاوي ??زی??اعظم له باور وركړو چې علماء کرام به د حکومت د مثبتو اقداماتو بشپړه ملاتړ كوي ۔ وزیراعظم د حكومتي اقداماتو په ملاتړ كولو د پلاوي مننه وكړه ۔ په دې موقع ??زی??اعظم ووئيل هېواد كښې د درېو تعليمي نظامونو په سبب قام تقسيمېږي او د بېلا بېلو كلتورونو د ودې سوب ګرځي٬ ده ووئېل د يو قام تعمير لپاره ضروري ده چې بنيادي تعليمي نظام او نصاب يو ډول وي۔ ده ووئيل د مدرسې ماشومان هم بشپړه حق لري چې ھغوي د ژوند په هره څانګ?? كښې د خپلو صلاحيتونو له مخې مخ په وړاندې لاړ شي۔ ??زی??اعظم ووئيل په تعلیمي څانګ?? كښې د اصلاحاتو بنيادي مقصد د تفريق خاتمه او د مدرسې ماشومان راوړاندې كول دي۔ ده ووئيل د مدرسو خدمات نظر انداز كېدې نه شي او دوي ترهګرو سره تړل بې انصافي ده ۔ ??زی??اعظم ووئيل مدرسو ته پېښې ټولې مسئلې به په مشاورت حل كولې شي