اسلام آ??اد 04 نومبر (اے پي پي﴾وزيراعظم عمران خان وئېلي دي چې د رياستي ادارو استحكام او د غربت خاتمه زمونږ وړومبۍ ترجيح ده٬د رياستي ادارو استحكام سر?? د بدعنوانۍ خاتمه كېدې شي٬د وائټ كالر كرائم خاتمې لپاره د چين د تجربو څخه استفاده كول غواړو او په دې لړ كښې د چين مرسته پكار ده٬مونږ لپاره د مغرب په ضد د چين ماډل بنيادي اهميت لري٬د بدعنوانۍ خاتمې سر?? اهداف ترلاسه كول باوري كېدې شي٬د اربونو روپو د مني لانډرنګ له امله د قرضونو په بوج كښې اضافه شوې۔ده دا خبرې د خالي په ورځ خپل پلاوي سر?? په بيجنګ كښې د چين د سنټرل پارټۍ سكول د دورې كولو په موقع په خپله ??ېنا كښې وكړې۔وزيراعظم چې كله خپل پلاوي سر?? د چين سنټرل پارټۍ سكول ته ورسېدو نو د سكول لنډ مهاله صدر د وزيراعظم هركلے وكړو۔په دې موقع پاكستاني پلاوي د سنټرل پارټۍ سكول لنډ مهاله صدر سر?? ملاقات هم وكړو۔پھ دې موقع وزيراعظم په خپله ??ېنا كښې ووئيل چې د كال 1960 په لسيزه كښې پاكستان شمالي كوريا او ملائېشيا لپاره يو ماډل هېواد و خو د كال 1980 د لسيزې په نيمائي كښې په پاكستان كښې كرپشن پېل شو۔ده ووئيل چې د تحريك انصاف حكومت د قامي ادارو استحكام ته وړومبۍ ترجيح وركوي ځكه چې د ادارو استحكام سر?? په بدعنوانۍ قابو موندل كېدې شي۔ده ووئيل چې د پاكستان پشمول نورو پرمختګ كونكو هېوادونو لپاره مني لانډرنګ يوه لويه مسئله ده چې له امله ??ې قامي دولت غلا كېدو سر?? د غريبانو هېوادونو څخه اميرانو هېوادونو ته منتقل كېږي۔ده ووئيل چې د مني لانډرنګ له امله خلك د خپل هېواد د وسيلو نه محروم شي٬قرضې زياتې شي او تر ټولو زياته غريبه طبقه وځپلې شي۔ده ووئيل چې د 1980 د لسيزې په نيمائي كښې پاكستان په كرپشن كښې ښكيل شو هغه وخت به ما د كركټ لوبه كوله۔په كال 1992 كښې مې كركټ پرېښودو او په سياست كښې مې برخه واخسته او د كرپشن په ضد مو جهاد پېل كړو۔ده ووئيل چې ده پھ كال 1996 كښې د پاكستان تحريك انصاف په نوم خپل سياسي ګوند جوړ كړو٬په اول كښې زمونږ ګوند وړوكې و او چا به هم اهميت نه وركولو٬د پرله ??سې 15 كاله ??څو او د لوبې د مېدان څخه د ترلاسه شوې تجربو او غلطو نه مو سبق زده كړو۔ده ووئيل چې د پاكستان اولس د كرپشن په اړه زما په نظر پوهه شو او د دې نه پس د ګوند د پرمختګ نظر پیل شو او اوس الحمد الله ??ي ټي آئي د هېواد تر ټولو لويې سياسي ګوند جوړېدو سر?? اقتدار ته راغلې۔ده ووئيل چې اووه كاله ??ړاندې چې كله زه د ګوند د مشر په حېث چين ته راغلم نو د چين د پرمختګ نه ډېر متاثره شوم۔ده ووئيل چې مونږ دوه مياشتې وړاندې اقتدار ته راغلې يو٬قامي ادارې قوي كول٬كرپشن ختمول او غربت كمول زمونږ وړومبې ترجيحات دي۔ده ووئيل چې برابري راوستلو سر?? به د غربت خاتمه كول وي٬مونږ به د لويو ښارونو ستونزې حل كولو لپاره د چين د تجربو څخه استفاده كوو۔ده ووئيل چې مونږ چين سر?? مينه لرو او دا مينه د حكومتونو نه ده بلكې د اولس اولس سر?? هم ده۔ده ووئيل چې كله د چين وزيراعظم چو اېن لائي د پاكستان دوره كړې وه نو هغه وخت ما او زمونږ خارجه وزير شاه محمود قرېشي د اتو نهو كلونو په عمر كښې په يو سكول كښې زده كړې كولې او مونږ د چ??نا??ي وزيراعظم هركلے كړې و۔ده ووئيل چې پاكستان له چې كله ??م ضرورت پیښ شوي وي نو چين زمونږ مرسته كړې٬چين زمونږ د هر موسم ??و حالاتو دوست دې۔ده باور وركړو چې چين ته كله ??م ضرورت وي نو پاكستان به خپل ورور سر?? ولاړ وي۔د خپلې وېنا په پاې كښې وزيراعظم د چين دورې پھ مهال د پاكستاني پلاوي په هركلي كولو او د چ??نا??ي اولس لخوا د مينې په څرګندونه د چ??نا??ي اولس او مشرانو مننه وكړه۔په دستوره كښې خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د منصوبه بندۍ وزير مخدوم خسرو بختيار٬د رېلوے وزير٬شېخ رشيد٬د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد پشمول په پاكستاني پلاوي كښې نورو اعلٰی چارواكو هم ګډون وكړو