اسلام آباد 10 دس??بر (اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد په سپارښتنه به د دس??بر د 23مې نېټې څخه رحمان بابا ايكسپرېس د پېښور نه سهار په لس بجې كراچۍ ته روانېږي۔په دې رېل ګاډي كښې به 9 اكانومي كلاس كوچېز٬بريك وين او ي?? پاور پلانټ شامل وي۔دا ګاډې به د نوښار٬اټك سټي٬پېنډۍ٬وزيرآباد٬فېصل آباد٬ ټوبه ټېك سنګ٬ملتان٬ بهاولپور٬رحيم يار خان٬روهړي٬نواب شاه٬حېدرآباد٬لانډي او د ډرګ روډ د سټاف نه بله ورځ د غرمې په 12 بجې 30 دقيقې د كراچۍ كينټ ته رسيږي ۔دا رېل ګاډې به د كراچۍ كينټ نه هم سهار په لس بجې روانېږي او بل ورځ به د غرمې په 12 بجې 20 دقيقې پېښور كينټ ته رسيږي ۔د اولس آسانې تر مخه به د دس??بر په 23مه نېټه په رحمان بابا ايكسپرېس كښې د سفر كوونكو ټكټ نيم وي