سرینګر 04 فروري (اے پي پي) شخړيز کشمیر كښې د كل جماعتي حریت کنفرنس چیئرمېن ??یدعلي ګېلاني وئيلي دي پاکستان د نړۍ يوازنې هېواد دے څوك چې نه يوازې د كشميريانو د خپلواكۍ د حق ملاتړ كوي بلكې سياسي٬ سفارتي ا?? په اخلاقي كچه ئې هم مرسته دوام داره ساتلې۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې سیدعلي ګېلاني د دې خيالاتو څړګندونه خارجه وزير شاہ محمود قرېشیي سره په ټيلي فوني تماس كښې كړې۔ ده د كشمير كشالې هواري په اړه د پاكستان د هلو ځلو ستائنه كولو سره وئيلي دي د نړۍ په نقشه د پاكستان په نامه يو داسې هېواد موجود دے كوم چې مسلمانان د فرقه پرستو په رحم او كرم نه دي پرېښي ا?? دوي ته ئې د استوګنې يو ځائ او په هسكه غړۍ د اوسېدو حوصله وركړې٬ د پاکستان سالمیت او استحکام لپاره دعا كولو سره سیدعلي ګېلاني وئيلي دي كشميريانو لپاره هم د پاكستان اهميت او افاديت په هېڅ ډول كم نه دے۔ هغه ووئيل د كشمير مسئلې حل لپاره يو قوي پاكستان وړومبې ضرورت دے او دې لپاره هر كشميرے پاكستان سره مينه لري ا?? د دې استحكام لپاره لاس په دعا دے۔ سیدعلي ګېلاني ووئيل بايد ګرده نړۍ كښې د پاكستان سفارتخانې د كشمير كشالې په اړه لا فعاله ??ړې شي دغسې چې په مقبوضه سيمه كښې د هندي ځواكونو لخوا په لويه كچه د بشري حقونو خلاف ورزۍ په نړيوالو فورمونو او د نړيوالې ورورولۍ ته وړاندې ??ړې شي۔ هغه ووئيل زياتره حريت مشران په زندانونو او كورونو كښې محصور ??ړې شوې ۔ ده ووئيل پاکستان د كشمير په اړه د آزادۍ هلو ځلو پحقله دې نړيواله رائے عامه هواره كړي ۔ په دې موقع خارجه وزير شاه محمود قرېشي سيد علي ګېلاني له باور وركړٶ چې د پاكستان حكومت به د هندي جارحيت او كشميريانو د ظلم او جبر په ضد خپل موثره غږ پورته كوي۔ ده ووئيل پاکستان به تل د كشمير كشاله د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې هواري لپاره سياسي ا?? سفارتي ملاتړ روان ساتي ا?? په دې لړ كښې به پاکستان د كشمير كشاله د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې هواري لپاره سياسي ا?? سفارتي هڅې لا ګړندۍ كوي۔