اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير شفقت محمود او د اطلاعات وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن په مشرۍ كښې د ميډيا پوهنتون جوړولو لپاره غونډه وشوه چې پكښې د تعليم وزارت سېكتر ٬ د اطلاعات او خ??رونو وزارت او د اېچ اي سي لوړ پورو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې اسلام آباد كښې د ميډيا پوهنتون جورولو په بېلا بېلو چارو ٬ په م??ډيا پوهنتون كښې د پرفارمنس آرټس او ټېكنالوجۍ دوه څانګې جوړول ٬ د آرټس په څانګه كښې د اداكارۍ ٬ د سكرپټ نګارۍ وغېره تعليم وركولو٬ د ټېكنالوجي په څانګه كښې د جديدې ټ??كنالوجۍ سكول جوړولو او د پوهنتون په نورو څان??و او چارو غور وشو۔ په غونډه كښې پوهنتون جوړولو لپاره د وړاندېزونو تيارۍ لپاره د تكنيكي كمېټې جوړولو او تكنيكي كمېټۍ څخه فېزېبېلټي راپور دوړولو له پرېكړه وشوه ۔ غونډې ته ووئيل شول پوهنتون جورولو لپاره د اطلاعات او خ??رونو وزارت سره زمكه م??جود ده۔ د تعليم وفاقي وزير پوهنتون جوړولو لپاره د هر ډول ممكنه مرستې باور وركړو