اسلام آباد 05 مارچ(اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير مخدوم خسرو ??خت??ار وئيلي دي چې د پاکستان وسله وال ځواكونو سر په ??لي كښې ګرځولو سره د خپلو سمندري او فضائي حدونو حفاظت كوي٬ د هندي سب مېرین د پاکستان د سمندري حدونو د خلاف ور??ۍ هڅه ناكامه كړې۔۔ د نهې په ورځ د سناتورانو شېري رحمان، جاوېد عباسي، عبد الرحمان ملك، ستارہ ایاز، ډاکټر شهزاد وسیم او مشتاق احمد خان د اعتراض نكتې په ځواب ده ووئيل د پاکستان وسله والو ځواكونو هند له د پاکستان په فضائی او زمكيز حدونو د خلاف ورزۍ ځواب وركړې دې او زمونږ وسله وال ځواك د هېواد دفاع لپاره لوظي دې۔ د هند د اړخه پرله پسې د ایل او سی خلاف ورزی کېږي۔ زمونږ دوه پوځي ځوانان شهيدان او ځينې ژوبل شوې دي۔ ده ووئيل د هند يو سب میرین د پاکستان د سمندری حدونو د خلاف ور??ۍ هڅه كړې خو د هغوي دغه هڅه ناكامه كړې شوې۔ ده ووئيل په ??ې معامله ځواب مرتب ??ړې كېږي او آئی اېس پی آر یا خارجه وزا??ت د اړخه به بیان جاری کړې شي