اسلام آباد 09 مئی (اے پی پی)خارجه دفتر په نړيوال بانك زور راوړې چې نړيوال بانك دې د پاكستان او هند ترمينځه د اوب?? شخړې ختمولو له د ثالثي عدالت په اړه خپلې ذمه وارۍ ترسره كړ??٬د هند د اړخه د سنده طاس لوظ نامې خلاف ورزي د افسوس وړ ده٬آسيه بي بي آزاده وګړی ده او په خپله خو??ه د هېواد نه بهر تللې٬پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې قربانۍ وركړي او د دې لعنت ختمولو له به خپل كردار روان ساتو۔د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فيصل د زيارت په ورځ اوونيز پرېس بريفنګ په مهال د پاكستان اوبو مخ نيوي په اړه د هند دړكو په حقله په نړيوال بانك زور راوړې چې هغه د هند دړكو نه وروستو د دواړو هېوادونو ترمينځه د اوب?? شخړو هواري لپاره د سندھ طاس لوظ نامې له مخې د ثالثۍ عدالت جوړ كړ????وي??ند ووئيل د هند وروستو كېدو باوجود پاكستان د لوظنامې د تسلسل ملاتړ كړې۔د هند د اوبو وسائلو او شپنګ وزير تېره ورځ وئېلي وو چې هند د سندھ طاس لوظ نامې له مخې د پاكستان د برخې اوبه اېسارولې شي۔هغه وئېلي وو چې نوې ډېلۍ د لوظ نامې پابند نه دے او د اوبو رخ پنجاب٬هريانه او راجستهان پلو بوتللو له منصوبه لري??وي??ند ووئيل دواړو هېوادونو د سندھ طاس په لوظ نامه ا??فاق كړې خو هند د كشن ګنګا او ريتلے هائيډرو پاور پروژې رغونې د لوظ نامې خلاف ورزي كړې۔د افغان مفاهمتي عمل په اړه وياند ووئيل پاكستان د افغان اولس او حكومت په مشرتابه كښې د پرامن خبرو اترو او د افغان شخړی سياسي حل مرستياله دے۔ ده ووئېل روانه مياشت كرغزستان كښې د شنګهائي مرستې تنظيم غونډې په موقع د پاك هند خارجه وزيرانو ترمينځه د ملاقات په اړه وياند ووئيل غېر رسمي هينډ شيك ممكن كېدې شي خو د باضابطه ملاقات كوم شيډول نشته??وي??ند تصديق كولو سره ووئېل آسيه بي بي آزاده وګړی ده او په خپله خو??ه د هېواد نه بهر تللې ده