اسلام آباد 09 ??ول??ئي (اے پي پي) د مسلم ليګ (ن) لارښود شاهد خاقان عباسي وئيلي دي مونږ وېډيو ښودلې ٬ په چا مو تور نه دې لګولې ٬ عدليه پاكستان كښې د ??ان??ن د حكمرانۍ روح ګڼ??٬ يوه قامي اداره دې بدنامه نه كړې شي۔ د شورو په ورځ نېشنل پرېس كلب كښې احسن اقبال او مريم اورنګزېب سره په ګډه خبري كفنرنس ته خپلې وېنا كښې شاهد خاقان عباسي ووئيل درې ورځې وړاندې مونږ د تصديق نه پس د جج وېډيو د قام په وړاندې اېښودې ځكه چې ټول حقائق د قام په وړاندې ښودل ضروري وٶ۔ ده ووئ??ل مونږ د پاكستان د ادارو تحفظ له جنګ كوٶ ٬ مونږ دا نه غواړو چې د چا ناكامي د قامي ادارو په كهاته كښې واچولې شي٬ ده ووئېل بيا بيا د ادارو نومونه كارول او د دوې غېر جانبداري متنازعه ګرځول سم عمل نه دے ٬ مونږ عدليه پاكستان كښې د ??ان??ن د حكمرانۍ روح ګڼ?? او مونږ څوك بلېك مېل كوٶ نه۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئ??ل مونږ قامي ادارې د سياسي شخړو نه بهر ساتل غواړو۔ احسن اقبال ووئيل رانا ثناء الله د نېب او اېف آئي اے د لارې نيولے شوے دے