مظفر آباد 04 اګست (اے پی پی) هند يو ځل بيا د جنېوا كنونشن خلاف ورزي وكړه٬ په آبادې د كلسټر بم است??ما?? د هندي بربريت ناوړه مثال دے په كوم كښې چې د يو ماشوم پشمول دوه كسان په حق رسېدلي دي او 11 ژوبل شوي دي۔ په يو كلسټر بم كښې د زرګونو په شمېر وړوكي بمونه وي كوم چې په فضا كښې چوي او تباهي خپروي۔ د آئي اېس پي آر راپور له مخې هند په آزاد كشمير كښې د كلسټر بم است??ما?? پېل كړے٬ د جولائي ??ه 30 او 31مه نېټه هند په سول آبادې كلسټر بم است??ما?? كړے چې پكښې 9 كلسټر بمونه ناكاره كړې شوې دي۔ په بريد كښې د يو ماشوم پشمول 2 كسان په حق رسېدلي دي او 11 ژوبل شوي دي كوم چې د مظفر آباد په روغتونونو كښې تر معالجه لاندې دي او حالت ئ?? اندېښمن ښودل شوے۔ ملګرو ملتونو په كال 2008م كښې په جنېوا كنونشن كښې د كلسټر بم په است??ما?? بندېز لګولې و۔