اسلام آباد 16 اکتوبر (اے پی پی) اولس ??شر ډاکټر عارف علوی د هېواد پرمختګ له بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو خذمات ستائلو سره وئيلي دي پاكستان سرمايه كارۍ لپاره يو محفوظ هېواد دے۔ د برطانېي شاهي جوړې پاكستان دورې سره به د غېر ملكي سرمايه كارو باور بحال شي۔ وزیراعظم عمران خان منطقه كښې د امن راوستلو او د بې وزلۍ ختمولو خبره كوي۔ د سوداګرو د ګټې سره سره د اولسي خېر ښېګړې هم بايد خيال اوساتلې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره شپه د برطانېي دارالامراء غړي او پاكستاني سرمايه كار ضمير اے چوهدري په درناوي كښې وركړې د ماسخوتن مېلمستياﺀ دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ اولس ??شر ووئيل زه او ټول قام په ضمير اے چوهدري وي??ړل??ي۔ ده پخپل محنت او كاروباري كاميابو سره نوم ګټلې۔ د?? ته په برطانېي دارالامراﺀ كښې په غړي جوړېدو مباركي وركوم۔ اولس ??شر ووئيل بېسټ وے ګر??پ او یونائټډ بېنک لمېټډ د ده په مشرۍ كښې پاكستان كښې سرمايه كاري كوؤنكې لوئې ګر??پ دے۔ ده ووئيل پاكستان كښې د محفوظې سرمايه كارۍ موقعې مخ په زياتېدو دي۔ ده ووئيل شهزاده وليم او د هغه د كورودانې کېټ مډلټن پاکستان كښی د خېر ښېګړې هلو ځلو كښې بشپړه برخې اخستو له خوښي ښكاره كړې۔ ده د برېسټ كېنسر په اړه د شعور بېدارولو كمپائن هم ستائنه وكړه ۔ دې نه وړاندې د برطانېي ملكه الزبت او لېډي ډيانا هم د پاكستان دورې كړې وې ۔ د برطانېي شاهي مېلمنو پاكست??ن ته د راتللو سره به نړۍ ته دا پېغام لاړ شي چې پاكستان په امنيتي توګه يو محفوظ هېواد دے۔ دې سره به پاكستان كښې د سرمايه كارو باور بحال شي۔ دستورې ته چیف اېګزېکټو آفیسر بېسټ وے ګر??پ لارډ ضمیر اے چوهدری، چیف اېګزېکټو آفیسر یونائټډ بېنک لمېټډ سیما کامل او دوهم برطانوی هائی کمشنر هم خطاب وكړو۔ په دې مهال د پټروليم وفاقي وزير غلام سرور خان ٬ د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير فواد چوهدري ٬ د سمندري چارو وفاقي وزير علی زېدی، د توان وفاقي وزير عمر ایوب او د پاکست??ن تحریک انصاف لارښود جهانګیر ترین سره پارلماني غړي او د سوداګرو لارښود هم موجود وو۔