اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان سره د پاكستان تحريك انصاف سينئر لارښود ډاكټر بابر اعوان ليدلې دي۔د ??لاقات په مهال د هېواد په سياسي صورتحال٬قانوني او آئيني چارو د خيالاتو ??رګندونه شوې ده ۔د ??هې په ورځ د پي ټي آئي مركزي مېډيا لخوا جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال په خبرو كښې وزيراعظم ووئيل پرامن او سياسي احتجاج د ټولو ګوندونو آئيني حق دے٬ هېواد سياسي او معاشي استحكام پلو مخ په وړاندې بوتللو ته مونږ پام لرنه كوو۔ده ووئيل پام مو د اولس خېرښېګړ?? او د هېواد معاشي پرمختګ ته ګرځولې٬ځوانانو لپاره مو كامياب ځوان او غريبانو لپاره مو احساس پروګرام پېل كړی۔وزيراعظم ووئيل په كشمير كاز به په هېڅ صورت سودا اونه كړې شي ۔د ??اكستان تحريك انصاف سينئر لارښود ډاكټر بابر اعوان ووئيل مودي چې كومه ډاډګيرنه د هند نه ترلاسه نه كړی شوه هغه ورله مولانا وركړه٬په ظاهره د اپوزېشن ممكنه احتجاج سوله ايز نه معلومېږي٬ده ووئيل كوم مناظر چې مو ليدلې د دغې نه د انتشار خپرولو پلان څرګندېږي۔بابر اعوان ووئيل هېواد په سم پلو ليدونكي او د پرلت مخالفت كوونكي هم د پرلت وخلو ملاتړ ته راوتي ۔ ده ووئېل مولانا كشمير كاز ته د زيان رسولو پوره هڅه كړې ده