اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) خارجه وز??ر شاه محمود قريشي د ??ري لنكا نوي ټاكل شوي اولس مشر ته په ټاكنو كښې په بريا ??با??كي وركړه۔ د اتو??ر په ورځ په خپل پېغام كښې خارجه وز??ر په سپېځلو او سوله ايزو ټاكنو كولو د ??ري لنكا د حكومت ستائنه وكړه۔ ده هيله څرګنده كړه چې د نوي ټاكل شوي اولس مشر دور كښې به د پاكستان او ??ري لنكا دوه اړخيزه اړيكې لا قوي شي۔ ده دعا وكړه چې د نوي اولس مشر په مشرې كښې ??ري لنكا لا پرمختګ وكړي او د خوشحالې په لار روانه شي۔ ده د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو لا قوي كولو د عزم څرګندونه هم وكړه۔