ميا??وا??ي 04 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د ا??لس د خېر ښېګړې د عملي اقداماتو له مخې د خالي په ورځ په ميا??وا??ي كښ?? د پوليسو د ماډل سټېشن پرانسته وكړه. د د?? څخه وړاندې پوليس سټېشن په رارسېدو وزيراعظم ته د پنجاب پوليسو لخوا ګارډ آف آنر وړاندے كړے شو. د د?? نه پس وزيراعظم د پوليس سټېشن د بېلا بېلو برخو دوره وكړه. په دې موقع وزيراعظم ته د پنجاب آئي جي د پوليسو محكمې په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو. په دې موقع د پنجاب وزيراعلٰی سردار عثمان بزدار، د پنجاب آئي جي او نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو. د پنجاب آئي جي وزيراعظم ته د بريفنګ وركولو په مهال ووئيل چې د پوليسو او د تاڼو په نظام كښ?? بهترې لپاره د پنجاب پوليسو د ا??داماتو له مخې په صوبه كښ?? 29 ماډل پوليس سټېشن جوړ كړې شوي دي او د سترې محكمې په هداياتو د صوبې په ټولو ضلعو كښ?? اېس پي كمپلېنټس هم په ځائ كړې شوي دي. د د?? نه علاوه د ا??لس د شكاياتو ازالې لپاره آئي جي پي كمپلېنټ سنټر 8787 او د پنجاب په ټولو 716 تاڼو كښ?? فرنټ ډسك هم جوړ كړې شوي دي. په ټول پنجاب كښ?? د پوليس خدمت مركزونو د لارې د وګړو خدمت باوري كړې شوې او د مېډيكو ليګل سرټيفكېټس زر اجرا لپاره په ډي اېچ كيو روغتونونو كښ?? خدمت كاٶنټرز هم جوړ كړے شوي دي. وزيراعظم د د?? نه پس د مېلمنو په كتاب كښ?? خپل تاثرات وليكل او د ماډل پوليس سټېشن په احاطه كښ?? ئې يو بوټې هم نال كړو.