اسلام آباد 17 جنوري(اے پي پي) اطلاعات او خپر??نو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلي ??ي د مېړنو خلقو د ظلم او جبر په ضد غږ پورته كول او ھغوي چېلنج كولو په تاريخ كښې عمر له يو ځالانده او يادګار باب پاتې دے٬ د هند مسلمانې خبريالې رعنا ايوب چې په كومه مړانه خپله وظېفائې فريضه ترسره كړې ھغه د ستائنې وړ ده۔ د جمعې په ورځ خپل ټويټ كښې ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل مېړنۍ خبريالي د مودي فاشسټ اېجنډا او بربريت بې نقابه كړې٬ په زندان بدله كړې شوې مقبوضه سيمه كښې انټرنېټ٬ موبائل فون٬ لېنډ لائن او د رابطو په نورو ذريعو بندېز لګولې شوې ٬ په داسې حالاتو كښې د يو خبريال خپل فرض ادا كول پروفېشنل ازم او د جرات عظيم مثال دے۔ دې ووئيل رعنا ايوب په مقبوضه کشمير كښې هر څه سم ??ي د مودي حكومت د دروغو نه پرده لرې كړه او په سري نګر كښې خپرې يرې او خاموشۍ او د خوشو سړكون?? حقيقت په ګرده نړۍ منكشف شوې ۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د نيويارك په مجله كښې خپور مضمون “د نرېندر مودي په هند كښې وينې او خاورې” رعنا ايوب د صلاحيت??نو شاندار اعتراف دے