اسلام آباد 31 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي مستحقو او بې وسه مېرمنو لپاره د 200 اربه روپو په لګښت د پاكستان د تاريخ لوے فلاحي پرو??را?? پېل كړې شوې٬ په ماضي كښې د مستحقو كسانو فنډز به غلا كېدو ٬ د ھغې لاره مو هم بنده كړې ، د بې وسه كورنيو ماشومانو لپاره به سكالرشپ پرو??را?? هم زر پېل كوٶ۔ وزيراعظم عمران خان دا خبرې د جمعې په ورځ د احساس ک??ال?? پرو??را?? د باقاعده اجراء دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع د احساس پرو??را?? چيئرپرسن ډاکټر ثانيه نشتر، اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستياله ډاکټر فردوس عاشق اعوان٬ ا??لاعات او خپرونو لپاره د سېنېټ د قائمه كمېټئ چيئرمېن سناتور فېصل جاوېد او نور چارواكي موجود وو۔ وزيراعظم عمران خان په دې موقع د احساس ک??ال?? کارډز بېلا بېلو مستحقو مېرمنو له وركړل۔ وزيراعظم عمران خان ډاکټر ثانيه نشتر ته مباركي وركولو سره ووئيل احساس پرو??را?? د فشار باوجود په ديانتدارۍ سره مستحقو مېرمنو لپاره يو مضبوط نظام جوړ كړې شوې٬ د پاکستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل د 200 اربه روپو احساس پرو??را?? پېل كړې شوې۔ ده ووئيل د مستحقو كسانو ډېټا څخه 8 لكه داسې كسان وېستلې شوي كوم چې هډو مستحق نه وو٬ حکومت غواړي چې 200 اربه روپۍ نېغ په نېغه مستحقينو ته ورسيږي ۔ ده ووئيل د دړد مندو په مرسته كښې د لوي څښتن بركت ملګرې وي او كاميابۍ مقدر ګرځي۔ ده ووئيل د مستحقو كسانو پېسه به غلا كېده د دې لاره نيولو لپاره په احساس پرو??را?? كښې يو موثره نظام جوړ كړې شوې او د مستحقينو څخه د غلا خطر اوس پاتې نه دے ۔ ده ووئيل ك??ال?? كارډ لرونكو ته به سباٶن كښې په دغه كارډ د يوټېلټي سټورز څخه راشن او نورې آسانۍ هم وركولې شي