دوحه 29 فروری (اے پي پي) د خارجه وزير شاه محمود قريشي او د تركيې خارجه وزير مولود چاوش اوغلو ترمېنځه د خالي په ورځ په دوحه كښې ملاقات شوے. د ملاقات په مهال په شريكو اړيكو او د افغانستان ?? سولې په عم?? خبرې شوې دي. په دې موقع خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل چې د امن تړون د افغانستان بي?? رغونې او بحالې لپاره په ګډه د كار كولو موقع وركړې. دواړو خارجه وزيرا??و په دې اتفاق وكړو چې دائمي امن او استحكام لپاره به افغانستان ته د نړيوالې ټولنې د مرستې ضرورت وي. ده د تركيې خارجه وزير سره په سوريه كښې د ترك عسكرو په شهادت غمرازي هم وكړه. په دې موقع د تركيې خارجه وزير ووئيل چې تركيه به د كشمير په مسئله خپل غېر مشروط ملاتړ روان ساتي.