اسلام آباد 25 مارچ (اے پي پي) د پاکستان مسلم ليګ (ن) صدر او په قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر شهبازشريف د شورو په ورځ د ويډيو لن?? د لارې د ګوند غونډې ته وېنا كښې ووئيل د محمد نوازشريف صحت لپاره دعا كوئ٬ ھغه تاسو لپاره دا پېغام دركړې چې د مسلم ليګ (ن) قيادت او كاركنان دې په ګډه په دې سخت وخت كښې د قام او د هېواد نګهباني او د مفادات تحفظ لپاره هڅې وكړي، مونږ قام لپاره د يو خادم په توګه كردار لوبولې۔ده و??ئېل د كرونا وباء ګرده نړۍ ښوځولې ده، د قېمتي ځانونو زيان روان دے او آبادي په كورونو ك??ې محصور ده، پاکستان كښې هم دا وباء په تندۍ سره خپرېږي او ټول قام پرېشانه او اضطراب سره مخ دے ۔ ده و??ئېل دا صورتحال تقاضا لري چې مونږ د اتحاد، يوالي او د ورورولۍ جذبې سره كار وكړو، مونږ ??ه دا مهال سياست او سياسي مفاداتو ترجيح نه ده وركول پكار ٬ده و??ئېل مونږ له به په اصل هدف نظر ساتل وي، دا مهال زمونږ اصلي مقصد د قام د بقاء جنګ دے، دا اجتماعي امتحان دے، نن مونږ ??ه د اولس خادم ،مشر ورور او خېرخواه كردار لوبول دې