پېښور ۔16مئی (اے پی پی) خېبرپخ??ون??وا كښې په اولني ځل د پلازمې د لارې د كورونا وائرس ځپليو درملنې كولو تيارۍ روانې دي په دې لړ كښې حیات آباد میډیکل کمپلېکس پېښور كښې کورونا څخه د صحتياب شويو پلازمې ترلاسه كولو عمل پېل كړې شوې دې۔ د خ??بر پخ??ون??وا حکومت د پلازمې د لارې د كورونا وائرس ځپليو درملنې كولو منظوري وركړې ده۔ د کورونا وائرس رنځ څخه د صحتياب شويو كسانو پلازمه اخستو سره به درملنو ته بستر رنځورانو ته لګولې شي۔ د پلازمې ترلاسه كولو له حیات آباد میډیکل کمپلېکس كښې د 50 لکھ روپو مشينري لګولې شوې ده۔ د يو ډونر په عطیه كړې پلازمه سركاري خرچه 20 زره روپۍ راځي۔ يو ډونر 100 ملی لیټر پلازمه عطيه كولې شي په كومه چې د څلورو رنځورانو علاج كېدې شي۔ د پلازمه په عطيه كولو د ډونرز صحت ته كوم زيان نه رسي۔ پلازمه د وينې هغه پاكه برخه وي كومه چې د وينې خليې لرې كولو نه وروستو پاتې كېږي او په دې كښې اېنټی باډیز او نو?? پراټینز شامل وي۔ د پلازمه منتق?? كېدو سره د ځپلي رنځور قوت مدافعت سوا كېږي چې ورسره ده ته ددې وائرس مقابلې كولو كښې مرسته ترلاسه كېږي۔ البته دا حفاظت ټول عمري له نه وي بلكې څو اونۍ
يا مياشتې وروستو دا حفاظتي نظام هم ختم شي