اسلام آباد ۔ 19 مئی (اے پی پی) پاکستان مقبوضه جموں و کشمیر كښې د نوي ډوميسائل قانون د لارې د كشمير اولس خپلو حقونو څخه محرومولو لپاره د هندي حكومت هڅې په سختۍ سره غندلې دي ا?? دا ئې وئيلي دي ”جموں و کشمیر ګرانټ آف ډومیسائل سرټیفکېټ (ضابطه اخلاق)، 2020” غیر قانونی، د سلامتی کونسل قراردادونو ، د جنېوا كنونشن په شمول د نړيوال قانون او د پاكستان او هند ترمينځه د لوظنامو خلاف ورزي ده۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر وي??ند?? له مخې د ډومیسائل قانون مقصد د مقبوضه كشمير د ودانۍ ډھانچه بدلول او د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې کشمیرے اولس د خپلواكۍ حق نه محرومول دي۔ وي??ند?? ووئيل دې ډول ګامونو سره نه خو د ملګرو ملتونو او نړيوالې ورورولۍ لخوا د جموں وكشمير منلې شوے متنازعه حېثيت بدلېدې شي او نه هند كشميري اولس څخه د هغوي د خپلواكۍ جائز حق په زور اخستې شي۔ وي??ند?? ووئيل د مقبوضه كشمير اولس دې نه وړ??ند?? هم د هند غېر قانوني ګامونه او نوي ډومیسائل قانون رد كړے ۔ كشميرے اولس به د هندوتوا ايجنډا كله هم تسليم نه كړي۔ وي??ند?? ووئيل هند به د مقبوضه جموں وكشمير اولس محكوم ساتلو يا د رياستي ترهګرۍ د لارې د دوي حوصلو ماتولو لپاره پخپلو منصوبو كښې چرته هم كامياب نه شي۔ ملګري ملتونه او نړيواله ورورولي دې د هند لخوا مقبوضه كشمير كښې د آبادۍ تناسب او پېژندګلو كښې بدلون څخه منع كولو له په سمدستي توګه ګام پورته كړي او هند دې نړيوال قانون پرله پسې خلاف ورزي كوؤنكے هېواد وګرځوي۔ وي??ند?? ووئيل پاكستان به د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د خپلواكۍ جائز حق تر ترلاسه كېدو له د كشميري اولس ست??نز?? په نړيواله كچې رامخې ته كوي۔