پېنډۍ 26 جون (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي په اېم اېل ون منصوبه كښې به يو لك كسانو ته په مېرټ ملازمت وركولے شي، دا منصوبه ??ما خوب ٶ كوم چې وزيراعظم عمران خان او سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه رښتيا كړو٬ اوسنے حكومت به خپله آئيني موده ترسره كوي، ناله لئي او نورې منصوبې به تر سره كوو٬ پېنډۍ كښې څلور پوهنتونونه بشپړ كړے شوي، چين څخه د دوه نورو نوو پوهنتونونو لوظنامه شوې ۔ د دې خيالاتو څرګندونه شېخ رشيداحمد د كرونا وائرس رنځ څخه د صحت مند كېدو نه پس د جمعې په ورځ پېنډۍ رېلوے سټېشن كښې خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړه۔ پ?? ژوند كښې په ما درې څلور ځله قاتلانه بريدونه شوي خو زه ېرېدلے نه يم خو دې رنګې ناروغې سره كله نه وم مخ شوے ۔ده ووئېل د اولس مننه كوم٬ ??ما نه سبق واخلۍ او احتياط وكړۍ۔ ده ووئيل ??ما په ژوند به د اېم اېل ون منصوبه په هر ص??رت بشپړېږي او ما شپاړس كاله وړاندې د دې منصوبې لوظنامه كړې وه او نن دا منصوبه پېل كېدونكې ده او د دې كر??ډټ وزيراعظم عمران خان او د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه په غاړه دے ٬ د دې منصوبې په پېل كولو كښې د حفيظ شېخ او اسد عمر هم مننه كوم۔ ده ووئيل زه د ټولو قام هم مننه كوم چا چې ??ما روغ صحت ل??اره دعا كړې۔