اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي) اپوزيشن د اېف اے ټي اېف ، او د نېب پشمول په د مختلف قوانين په مسوده غور كولو لپاره نور وخت وغوښتلو. د قانون سازې د پارلماني كمېټې دوهمه غونډه د ګل په ورځ د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي په مشرې كښې د پارلمان په و??ان?? كښې وشوه. په غونډه كښې د قانون وف??قي وزير بېرسټر فروع نسيم، د پارلماني چارو سلاكار ډاكټر بابر اعوان، د تعليم وف??قي وزير شفقت محمود، د بشري حقونو وف??قي وزيرې شېرين مزاري، د صنعت وف??قي وزير حماد اظهر، د منصوبه بندې وف??قي وزير اسد عمر، د كورونو او ودانيو وف??قي وزير طارق بشري چيمه، د احتساب سلاكار شهزاد اكبر، راجه پروېز اشرف، سید نوید قمر، سناتورې شیری رحمان، احسن اقبال، جاوېد عباسی او د پارلماني كمېټې نورو غړو ګډون وكړو. د غونډې په مهال اپوزيشن د اېف اے ټي اېف ، او د نېب پشمول د بېلا بېلو قوانين په مسوده غور كولو لپاره نور وخت وغوښتلو. د دې پارلمانې كمېټې بله غونډه به د نهې ﴿نن﴾ د نهې په ورځ ماښام شپږ بجې د پارلمان په و??ان?? كښې كېږي. د غونډې نه پس مېډيا سره په خبرو كښې خارجه وزير ووئيل مونږ ټولې مسودې اپوزيشن سره شريكې كړي، مونږ دوي ته خپل نظر وړاندے كړے. اپوزيشن مشورې لپاره وخت ته ضرورت لرلو، مونږ هم تقاضا وكړه چې لكه څنګه مونږ د نې?? په اړه خپل دريځ په تحريري توګه وړاندے كړے ، تاسو ??م خپل دريځ وړاندے كړئ چې تاسو څه غواړئ چې مونږ پرې غور وكړے شو