لاهور ۔7 اګست (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي چې د ګورننس ښه والې د هېواد پرمختګ له ضروري دے۔ راتلونكو نسلونو له به مونږ له د هېواد نظام سمول وي۔ د كرپشن هېڅ ګنجائش نشته۔ تھانه كلچر دے بدل كړے شي۔ په محكمو كښې دې د جزاﺀ او سزا نظام معارفي كړې شي۔ د سياسي فشار نه لرې يوازې په مېرټ دے كار وكړے شي۔ ددې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د پنجاب سول چارواكو په شمول د انتظامي څانګو سېكترانو ٬ كمشنرانو ٬ دوهم كمشنرانو او ريجنل پوليس چارواكو ته د وېډيو لنك د لارې خطاب كښې وكړه۔ وزيراعظم عمران خان ووئ??ل پاكستان سخت معاشي صورتحال سره مخ پاتے شوے دے۔ په معيشت د قرضو زيات بوج پاتې شوے چې له امله ئې د زده كړو ٬ روغتيا او پرمختيائي منصوبو لپاره د مطلوبه وسائلو كمې سره مخ پاتې ش??ې يؤ۔ ده ووئيل كرپشن هم معيشت ته لوئے زيان رسولے دے۔ له دې كبله زمونږ حكومت د كرپشن په ضد جهاد پېل كړو۔ د 60 په لسيزه كښې به د پاكستان د پرمختګ مثالونه وركولې شول۔ كرپشن ټول عمري د پورته او اي??يټ ډلې نه پېل كېږي۔ وزيراعظم ووئيل دا هېواد زمونږ دے او زمونږ او ??ون?? او مرګ دلته دے۔ مونږ له به خپلو راتلونكو نسلونو له دا هېواد سمول وي۔ ده ووئيل دا مهال هېواد كښې معاشي پرمختګ له تر ټولو مهم سېكټر د ت??ميرات دے۔ دې سره به د روزګار موقعې رامخې ته شي۔ ده هيله ولرله چې تاسو به خپل خپل دائره كار كښې د ت??ميرات سېكټر ته وده وركولو له خپل مهم كردار ترسره كړۍ۔ تاسو بايد اولسي خذمت خپل شعار جوړ كړۍ۔ ده ووئيل د مدينې رياست كښی د قانون سرلوړي ٬ د كمزورې طبقې تحفظ او د ت??ليم وده وه۔ په دې زرينو اصولو عمل كولو سره مونږ پرمختګ كولے شؤ۔ ددې مقصد ت??لاسه كولو له د چارواكو كردار ډېر مهم دے۔ ده د كورونا وائرس وباﺀ په مهال د ګامونو په پورته كولو د پنجاب انتظاميې ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده وئ??ل په تاسو به هېڅ قسم فشار نه وي۔ په مېرټ كار كوۍ او زه هر هغه افسر سره يم