اسلام آباد 07 اکتوبر (اے پی پی)د آئي ټي او ټېلي كميونيكېشن وفاق?? وزير سيد امين الحق وئېلي دي مونږ د صوبائي٬نسلي او سياسي فرق نه غېر د اولسي ګټې لپاره په بېلو پروژو عمل كوو او په دې لړ كښې پسمانده او تر لرو پرتو سيمو رابطو٬انټرنېټ سروسز وركولو٬د ځوانانو تربېې آئي ټي پاركس جوړولو او د مېرمنو د تربيې تناسب كښې د زياتوالي پروژې مهمې دي ٬ د دې پروژو بشپړېدو سره به نه يوازې ډيجيټل پاكستان وژن ته وده ترلاسه شي بلكې عام وګړې او په خاص توګه د پسمانده سيمو وګړي به د ډيجيټل نړۍ سره منسلك شي۔ده دا خبرې د څلورو واړو صوبو٬ګلګت بلتستان او آزاد كشمير آئي ټ?? وزيرانو د بين الصوبائي رابطه كمېټۍ غونډې مشرۍ كولو سره وكړې ۔د آئي ټي سېك??ټر?? شعيب صديقي پشمول اړوندو افسرانو غونډې ته ب??يف??ګ وركړو۔په غونډه كښې د پنجاب د آئي ټي صوبائ?? وزير ياسر همايون٬د سندھ د آئي ټ?? وزير تيمور تالپر٬د خېبرپښتونخوا د آئي ټي صلاحكار ضياﺀالله بنګش٬د بلوچستان د آئي ټي سېك??ټر?? ٬د ګلګت بلتستان د آئي ټي صلاحكار او د آزاد كشمير د آئي ټ?? وزير پشمول د اړوندو محكمو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔وزيرانو په صوبه كښې د روانو پروژو څخه وفاق?? وزير خبر كړو۔په دې موقع رائټ آف وے٬سائبر سېكورټي پالېسي٬فري لانسرز٬د آئي ټي تعليم او په خاص توګه مېرمنو له پېشه وره تربيې وركولو پشمول د وفاقي او صوبائ?? وزارتونو د آئي ټي په روانو او د سباؤن په پروژو خبرې وشوې