اسلام آباد ، 31 اکتوبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئیلي دي چې سیاسي بدمعاشانو ته به اجازه ورنکړې شي چې د هېواد عکس خراب کړي او په دې لړ کښې به هیڅ ډول نرمي ونه ښودلې شي. دا هغه خلك دي كومو چې سياست د ذاتي ګټو محور ګرځولے دے۔ اوس به د ذاتي ګټو په ځائې په قومي ګټو سياست كولې شي۔ د پي ډي اېم مشرانو بيانيه د هېواد په ګټه نه ده۔ هند په پاكستان ??ريد وكړو نو نه يوازې دا چې پاكستان هند ته ماتې وركړه بلكې ددې ثبوت ئې د ابھي نندن په شكل كښې ګردې نړۍ ته وړاندې كړو۔ قانون ته د وړاندې كېدو او د خپلو اثاثو په ډاګه كولو په ځائې دوئي انقلابي جوړېږي۔ هغه ووئيل اياز صادق د اسمبلۍ په فلور دروغ ووئيل او د هند د پرېوتے مورال پورته كولو هڅه ئې وكړه۔ قانوني ډله ددې جاج اخلي۔ د خالي په ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل كله چې موجوده حكومت ذمه وارۍ ترلاسه كړې پاكستان ??ېواليه كېدو ته نزدې وو۔ وزیراعظم عمران ??ان ?? ملګرو هېوادونو مرستې سره هېواد ديواليه كېدو نه بچ كړو۔ وزیراعظم عمران ??ان ?? هېواد معيشت مستحكم كړو۔ د حسابات جاريه خساره ئې 20 اربه ډالرو څخه كمولو سره مثبت كړه۔ د قرضونو نظام ئې غوره كړو۔ د كورونا وائرس وبا په مهال حكومت معيشت روان وساتلو دغسې چې انساني ځانونه او معيشت دواړه بچ كړے شي۔ د پاكستان ??ټاك ماركيټ تندۍ سره پرمختګ كوي۔ د روزګار موقعې زياتولو له په منظم ډول كار كولې شي۔ د هاؤسنګ په څانګه كښې پروګرام پېل كړے شوے دے چې ورسره به كم آمدن لرونكي په مياشتنيزو قسطونو د خپل كور جوړولو جوګه شي۔ وفاقي وزير ووئيل د پاكستان ??دم استحكام سره د مخ كولو هڅې كا?? 2016 كښې ډان ليكس نه پېل ??وې?? په كا?? 2017 كښې’مجھے کی??ں نکالا‘ رامخې ته شو۔ كا?? 2018 كښې ټول ټاكنو كښې دغه قوتونو ته ماتې وشوه۔ دې نه وروستو په اے پي سي كښې سخته لهجه خپله كړې شوه۔ د ګوجرانوالې اولسي غونډه وشوه۔ ٬ كراچۍ كښې د قائد د مزار سپكاوې وشو۔ د كوئټې په اولسي غونډه كښې د آزاد بلوچستان نعرې پورته كړې ??وې?? دې نه وروسته اياز صادق اسمبلۍ كښې داسې تقرير وكړو چې ورسره نه يوازې پاكستان كښی يو نوې بحث پیل شو بلكې په دې سخت اولسي رد عمل هم راغلو۔ سېنېټ كښې د مولانا عطاﺀ الرحمن تقرير هېواد د عدم استحكام پلو د بوتللو بيانيې تسلسل دے۔ د دغې بيانې د پي ډي اېم لارښودو ترديد ونكړو چې ورسره ثابت شوه چې دا د پي ډي اېم بيانيه ده۔ افسوس دے چې دوئي په دې پېښمانه نه دي۔ آياز صادق خپل بيان ??ره زمونږ د مېړني فضائي او زمكيز ځواك فتح ماتې خوړولو كښې د بدلولو هڅه كړې ده۔ هندي ميډيا دا بيان پرله پسې كاروي۔ وفاقی وزیر ووئيل د پاكستان ??نياد په يوه نظريه اېښودلې شوې دې۔ قرارداد مقاصد كښې ښكاره ليكلي شوي دي چې پاكستان ??سلامي هېواد دے او ددې تشخص اسلامي دے۔ تش د نامې لبرلز دا بيانيه د خپل مفهوم نه لرې وړاندې كوي۔ وفاقي وزير ووئيل وزیراعظم عمران ??ان نړۍ ته په مدلل ډول د اسلامي فوبيا او د سپكاوي خاكو مسئله وړاندې كړه۔ وزیراعظم د اسلامي هېوادونو مشرانو ته خطونه وليكل چې ددې لړۍ مخنيوي له دې تګلاره وضعه كړې شي۔ هغه ووئيل اپوزيشن ته احمد فراز او حبيب جالب په نظر راځي۔ كله چې احمد فراز ژوندے وو نو تاسو هغه سره څه وكړل۔ احمد فراز كله هم ماته د كرپټ خلكو د ملګرتيا كولو وئيلې نه دي۔ هغه ووئيل مسلم لیګ (ن) بايد اوس مسلم لیګ پاکستان ??وړ شي۔ آج جنرل(ر) عبدالقادر استعفی وركړې ده ٬ پاتې هوش لرونكي وګړي هم مونږ سره رابطې كوي۔ دوئي ته وايم تاسو مسلم ليګ پاكستان ??وړ كړۍ۔ هغه ووئيل دوئي نن د ګلګت بلتستان ?? جنت جوړولو دعوی كوي زه د ګلګت بلتستان ??ولس ته وايم تاسو د كراچۍ او سندھ حالت ته وګورۍ چې څنګه ئې دوزخ جوړ كړے دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل ن??ازشریف په خپل دور كښې وئيلي وو هند سره بايد كاروبار وكړے شي پاتې چارې به وروسته سمې شي۔ دا خلك ذاتي كاروبار لپاره خارجه پالېسي جوړوي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل په 40 كلونو كښې دې خلكو ادارې تباه كړې۔ د نواز شريف په دور كښې ججان واخستلې شول او د پوځ سرلښكر ته د ګاډي چابيانې وړاندې كړې ??وې?? هغه ووئيل حكومت په ګرانۍ قابو موندلو له ګامونه پورته كوي۔ وزیراعظم ګرانۍ كښې كمې خپله ترجيح ګرځولې ده۔ هغه ووئيل په پي ډي اېم بندېز زمونږ پالېسي نه ده۔ بياهم د دوئي بيانيه سمه نه ده۔ اوس مونږ شعور او تدبير لرونكي يؤ اولس بايد دوئي نه په مسافت پاتې شي او دداسې تحريك برخه دې نه جوړېږي كوم چې په ذاتي ګټو اډانه لري۔ وفاقي وزير تركيه كښې د زلزلې د لاسه په شوي زيان ??افسوس څرګندونه كولو سره ووئيل د مصبيت په وخت مونږ ترك وروڼو سره يؤ۔ د تركيه په ډول ملګري ډېر كم وي۔