ګلګت 24 نومبر (اے پي پي) د کشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزيرعلي امين ګنډاپور وئيلي دي ?? ګلګت بلتستان په ټاكنو كښې د عمران خان په قيادت د باور څرګندونې سره پاکستان تحريك انصاف له په دريو كښې د دوه په اكثريت كاميابۍ د ځا??ي اولس مننه كوٶ۔ د نهې په ورځ ګورنر سېكټرېټ ګلګت كښې خبري كنفرنس ته ده ووئ??ل د سخت موسم باوجود اولس ووټ كاسټ كړے او تحريك انصاف له ئې مېنډېټ وركړے ٬ په دغې هغوي د پېرزوئنو وړاندې كولو مستحق دي۔ ده ووئ??ل د ګلګت بلتستان اولس وار په وار راتلونكي رد كړي او په عمران خان ئې باور كړے، ?? ګلګت بلتستان د محرومۍ ازاله د پي ټي آئي وړومبنۍ ترجيح او ذمه واري ده۔ ده ووئيل په پاكو٬ سپېځلو٬ بې پرې او په سوله ايزو انتخاباتو كولو ?? ګلګت بلتستان الېكشن كمشنر ته هم پېرزوئنې وړاندې كوم