اس??ام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) د قومي ائير لائن پي آئي اے په الوتكه كښې د پرواز په مهال د مسيحي ټولنې غړو د ??ان??ا??لا?? په صورت كښې كرسمس ولمانځلو. د قومي ائير لائن پي آئي اے وياند عبدالله خان لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې د مسيحي ټولنې مذهبي تهوار كرسمس په موقع د زيارت او جمعې په مېنځنې شپه د كراچې نه تر اس??ام آباد د پرواز په مهال مسيحي كريو ??ان??ا??لا?? جوړولو سره د كرسمس خوشحالې ولمانځلې. د عملې لخوا په دې موقع د كرسمس په سرود په ټولو ماشومانو كښې ډالې او چاكلېټونه وويشل شول. په الوتكه كښې د جشن صورتحال و او د دې څخه مسافرو هم ښه خوند واخستو او د موبائل فونز دلارې ئې وېډيوګانې جوړې كړې. د پي آئي اے وياند ووئيل چې ټول مسيحي زمونږ وروڼه دي او د دوي خوشحالې زمونږ خوشحالې دي.