اسلام آباد 11 جنوري (اے پي پي) د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس له امله زيات مرګونه په پنجاب او خېبر پښتونخوا كښې ريكارډ كړې شوي. په ټول هېواد كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا په وبا نور 32 كسان په ح?? رسېدلي چې پكښې 17 كسان په وېنټي لې??رز وو. د نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سنټر لخوا جاري شوو شمېرو له مخې د تېرو 24 ساعتو په مها?? په ټول هېواد كښې د كورونا نور يو زر 877 كېسونه رپورټ شوي او 32 كسان په ح?? رسېدلي. 29 كسان په روغتونونو كښې او درې په كورونو كښې د قرنطينه په مها?? په ح?? رسېدلي. د اېن سي او سي له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 34 زړه 524 ټېسټونه شوي. په هېواد كښې د كورونا څخه د روغو شوو كسانو شمېره 4 لكه 58 زره 371 ته رسېدلې. په بلوچستان، آزاد كشمير او ګلګ بلتستان كښې كوم رنځور په وېنټي لې??ر نشته. په ټول هېواد كښې 294 رنځوران په وېنټي لې??رز دي. په هېواد كښې د كورونا وائرس د فعاله كېسونو شمېره 35 زره 246 ده او د ځپليو ټوله شمېره 5 لكه 4 زره 294 ته رسېدلې. په هېواد كښې د كورونا په وبا د ح?? رسېدليو شمېره 10 زره 676 ده. په هېواد كښې تر اوسه د كورونا 71 لكه 22 زره 538 ټېسټونه شوي. د كورونا علاج لپاره په بېلو كړو شوو 625 روغتونونو كښې د كورونا 2 زره 812 رنځوران داخل دي .